بې پولې خبریالانو سازمان وايي، په دې خبره حیران شوي چې پاکستانیو چارواکیو درې ټي وي چېنلونه له دې کبله له کېبل نیټورکه لیرې کړي چې د یوې مخالفې څهرې خبري غونډې ته یې پوښښ ورکړی.
یاد سازمان د جولای پر نهمه په یوه بیان کې ویلي چې په دا ورستیو کې پر میډیا د بندیز ناڅاپه زیات شوي ګامونه په پاکستان کې د واکمن رژیم زیاتېدونکی امرانه چلند په ډاګه کوي.
دا هم وګورئ: پاکستانۍ میډیا د پي ټي اېم دریځ نه خپروي: شنونکيرپوټونه وايي چې د اب تک ، څلرویشت نیوز او کېپټل ټي وي په نامه درې پاکستاني خبري ټي وي چېنلونه له هغه وروسته له کېبل نیټ ورک څخه لرې کړل شوي چې د مریم نواز خبري غونډه یې په ژوندۍ بڼه ښودلې وه.
د بې سرحده خبریالانو سازمان پر پاکستاني وزیراعظم عمران خان غږ کړی دی چې زر تر زره دې د دې ټي وي چېنلونو د بحالولو لپاره ګامونه پورته کړي.
د یاد سازمان په درجه بندۍ کې پاکستان دا وخت د میډیا ازادۍ په لسټ کې د نړۍ په ۱۸۰ هېوادونو کې پر ۱۴۲ نمبر دی.