ډوډۍ ګرانه، نانوایانو تنرونه تړلي

له ارشیفه د کابل یو نانوايي

په پیښور او نورو ښارونو کې نانوایانو خپل تنرونه تړلي او غوښتنه کوي چې د ۱۵۰ ګرامو وزن پخې ډوډۍ نرخ دې ورته پنځلس روپۍ کړي.

د خیبر پښتونخوا نانوایانو ټولنې صوبايي مشر مشال ریډیو ته وویل، دوې اونۍ وړاندې یې له ضلعي انتظاميۍ سره تر مذاکراتو وروسته د ۱۴۰ ګرامه ډوډۍ نرخ یې ۱۲ روپۍ کړی وو.

حاجی محمد اقبال وايي، مخکی به یې د اوړو دوه منیزه ګونۍ/بورۍ په درې نیم زره روپۍ پېرودله خو اوس یې نرخ څلور زره او څلور سوړ روپیو ته ختلی دی.

د نانوایانو مشرزیاتوي چې د ګېس او بجلۍ نرخونه هم زیات شوي نو حکومت دې ګرانۍ ته په کتو د ډوډۍ نرخ هم وخېژوي. د نانوایانو د دغه هړتال په اړه د پېښور ضلعې ډپټي کمیشنر محمد علي اصغر دا احتجاج یې د فشار/دباو اچولو لپاره کړی خو زیاتوي چې د نانوایانو ټولنې له مشرانو سره به ژر وویني چې دا ستونزه هواره کړي.

په خیبر پښتونخوا کې له تېرو څو اونیو راهیسې دوکانداران، سوداګر او ټېکه داران د ګرانۍ خلاف بیا بیا احتجاجونه کوي.