د اروپایي ټولنې د بهرنيو چارو پالیسۍ مشرې فېدريکا موغريني ويلي، د امریکا او ایران ترمنځ د ترینګلتیا کمولو لپاره د عراق د هڅو پوره ملاتړ کوي.
نوموړې د جولای پر ۱۳مه، په برسلز کې د عراق د بهرنیو چارو له وزیر محمد الحکیم سره په ګډ خبري کنفرانس کې د بغداد د هغو هڅو ستاېنه وکړه چې د دې په خبره، له ګاونډیو هېوادونو سره د ښو اړیکو لرلو په برخه کې يې کوي.
موغريني همداراز وويل، د عراق د بهرنیو چارو له وزير سره يې په سيمه کې د زیاتېدونکې ترینګلتیا د مخنيوي په اړه هم خبرې وکړې.
عراق چې له امريکا او ايران سره ښه اړيکي لري، د دې دواړو هېوادونو ترمنځ د اختلافاتو ختمولو په لړ کې د يوه منځکړي په توګه د رول لوبولو وړانديز کړی دی.