نن د کرکټ نړیوال جام پایلوبه ده

دا په ۲۷ کلونو کې لومړی ځل دی چې انګلستانۍ لوبډله فاینل ته رسېدلې

پراګ - د کوربه انګلستان او نیو زیلینډ لوبډلې د جولای پر ۱۴مه د کرکټ نړیوال جام په پایلوبه کې یو بل ته مخامخ دي.

دا په تېرو ۲۷ کلونو کې لومړی ځل دی چې انګلستانۍ لوبډله د کرکټ نړیوال جام فاینل ته رسېدلې.

د انګلستانۍ لوبډلې مشر ایین مورګن ویلي پوره هڅه کوي چې سیالي وګټي.

انګلستان تر اوسه د کرکټ نړیوال جام نه دی ګټلی.

نیو زیلینډ په ۲۰۱۵ز کال کې د نړیوال جام پایلوبه بایللې وه.

نیو زیلینډ په نیمه پایلوبه کې هند او انګلستان، اسټرالیا ته ماته ورکړې وه.

د کرکټ جام فاینل لوبه د لارډز په لوبغالي کې کېږي.

دا سیالۍ د مې پر ۳۰مه پیل شوې وې چې پکې د پاکستان او افغانستان په ګډون ۱۰ لوبډلو برخه واخیسته.

افغانستان خپلې ټولې نهه سیالۍ وبایللې او پاکستان پېنځه وګټلې، درې یې وبایللې او یوه سیالي یې د بارانه له کبله بې نتیجې پاتې شوه.

هند له نهو څخه اووه سیالۍ ګټلي، یوه یې بایللې او یوه یې د بارانه له کبله بې نتیجې پاتې شوه.