د ((هارون باچا هنري ګړۍ)) خپرونې پاڼې ته ښه راغلاست.
د دې اوونۍ په خپرونه کې مو د "پښتونخوا هنري ټولنې" له دوو مخکښانو، راشد خان او فضل وهاب درد سره خبرې کړې دي.
دوی د پېښور د يو شمېر ځوانو سندرغاړو په مرسته د صوبې د هنرمندانو د حقونو لپاره ياد تنظيم جوړ کړی.
د دوی په خبره، د هنرمندانو تحفظ او د هغوی بچيو ته د صحت او تعليم اسانتياوې برابرول، د ټولنې له لومړيتوبونو څخه دي.
د راشد خان او فضل وهاب درد خبرې او څو سندرې يې د غږ په ځای کې اورېدای شئ.
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.