د جولای پر ۲۵مه، د ننګرهار په خوږیاڼیو کې د سړک غاړې بم چاودنه شوې چې پکې شپږ ښځې او یو ماشوم وژل شوی.
د والي ویاند عطا الله خوږیاڼی وايي، چاودنه د خوږیاڼیو د وزیرو په سیمه کې شوې. په چاودنه کې د یو ښځې په ګډون څلور کسان ژوبل شوي.
دی زیاتوي، د پېښې ښکار ټول د یوې کورنۍ غړي ول چې په ډاټسن کې واده ته روان ول.
د حملې ذمه واري چا نه ده منلې.