پراګ: د پاکستان پوځ وايي ، د وسله والو په دوو بېلا بېلو بریدونو کې یې ۱۰ عسکر وژل شوي دي.
د پوځ د عامه اړیکو څانګې – ای ایس پي ار - د جولايي پر ۲۷مه ویلي چې یو برید په شمالي وزیرستان او بل د بلوچستان تربت ته نژدې شوی دی.
د یادې ادارې له خوا په خپره شوې یوه خبرپاڼه کې ویل شوي چې په شمالي وزیرستان کې یې شپږ عسکر هغه مهال وژل شوي چې وسله والو پرې د پولې هغې غاړې برید کړی دی.
ای ایس پي ار په یو بله خبرپاڼه کې ویلي چې د بلوچستان د هوشاب او تربت په منځ کې وسله والو د عملیاتو پر مهال پر عسکرو ډزې کړې دي او څلور عسکر یې وژلي دي.
چا تر اوسه د دې بریدونو ذمه واري نده منلې.