پراګ ـ دا اوونۍ په مشال مرکه کې د حسیب شینواري سره غږېدلي یو. نوموړی د افغانستان د ننګرهار ولایت د پوهنې رییس دی.
حسیب شینواری د ننګرهار د هسکې مېنې اوسیدونکی دی او زده کړې یې په پېښور او کابل کې کړې دي. هغه په پښتو ادبیاتو کې د بېچلر یا د لېسانس ډګري اخېستې او ماسټري یې په پبلک ايډمنسټریشن یا عامه اداره کې کړې ده.
نوموړي په افغانستان کې په بېلا بېلو ادارو کې کار کړی دی چې پکې د پوهنې وزارت، اروپايي ټولنه، یونېسف، ایشیا فاونډیشن، یو ایس ايي ډي او ځینې نورې ادارې شاملې دي.
د هغه پر شخصي ژوند او حکومتي فعالیتونو په مشال مرکه کې نور معلومات اورېدلی شئ.
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.