اسوشیېټډ پرېس د اګست پر ۱۵مه د هند او پاکستان ترمنځ د کشمير پر سر په راولاړ شوي کړکېچ په یوه لیکنه کې کاږي چې ګڼ عرب هېوادونه پر دې لانجه غلي دي.
له هند سره د خليج عرب هېوادونو د سوداګرۍ اندازه په کال کې ١٠٠ میليارده ډالرو ته رسېږي، نو د هند د وروستي اقدام په اړه د دغو هېوادونو د چوپتيا علت همدا ګڼل کېږي.
ویل کېږي، هند په تجارت کې د عرب ټاپو وزمې لپاره تر ټولو مهم شريک دى.
د سيمې پياوړي هېواد سعودي عرب له هند او پاکستانه د حوصلې غوښتنه کړې او د روان بحران په اړه يې اندېښنه ښودلې ده.
د هند تر واک لاندې کشمير کې د پوځي حالت په اړه د سعودي عرب دغه عکس العمل، له هند او پاکستانه دواړو سره د عرب د نېږدې اړيکو له کبله پېچلى ښکاري.
خو د خليج نورو هېوادونو لکه کویت، قطر، بحرين او عمان کوم بيان نه دى خپور کړى.
متحده عرب اماراتو يو ګام مخکې اخيستى او ظاهراً يې د هند خوا نيولې ده.
د نوي دلي لخوا د کشمير د کورواکۍ حيثيت ختمولو وروستۍ پرېکړه يې د هند داخلي موضوع ګڼلې ده.
هند تر خپلې ولکې لاندې د کشمير د محدودې کورواکۍ ځانګړى حالت ختم کړ.
اسوشیېټډ پرېس کاږي، هند د کشمیر په دې سيمه کې چې اکثريت اوسېدونکي يې مسلمانان دي، پوځي حالت اعلان کړ، پر سيمه يې د ارتباطاتو او انټرنټ خدمات بند کړي دي.
هند او پاکستان دواړو د هماليا پر دې لانجمنې سيمې په خپلو کې دوې جګړې کړې دي.
د پاکستان وزیر اعظم عمران خان په وروستيو ورځو کې په سعودي عرب او بحرين کې له چارواکو سره په کشمير کې د هند پر اقداماتو خبرې وکړې.
خو دا لا معلومه نه ده چې دغه عرب هېوادونه به يې ملاتړ وکړي او که دى به خپلې اندېښنې د ملګرو ملتونو له امنيت شورا سره شريکې کړي.
کشمير چې د هند او پاکستان لخوا سره وېشل شوى، دواړه هېوادونه يې د بشپړ مالکيت دعوه لري.
اسوشیېټډ پرېس په لیکنه کې راغلي سعودي عرب په خپله لنډه اعلاميه کې د کشمير پر سر ولاړ شوي کړکېچ ته اشاره نه ده کړې، خو ويلي يې دي چې دغه شاهي هېواد روان وضعيت څاري او له نړيوالو قوانينو سره سم يې د دې لانجې د سوله ييز حل غوښتنه کړې ده.
د خليج په عرب هېوادونو کې تر اووه میليونو ډېر هنديان مېشت دي چې د دې سيمې له اقتصادي ودې سره يې مرسته کړې ده.
د هند او متحده عرب اماراتو ترمنځ دوه اړخيز تجارت په ٢٠١٨ز کال کې تر٥٠ میليارده ډالرو واوښت چې هند يې د دغه هېواد په دویم لوى تجارتي شريک بدل کړ.
په متحده عرب اماراتو کې د هند د پانګونې اندازه ٥٥ میليارده ډالرو ته رسېږي.
د هند د بهرنيو چارو وزارت په حواله، هنديان د دوبۍ د جايدادونو د کاروبار په مارکېټ کې د بهرنيو پانګه والو په ډله کې دوهم ځای لري.
متحده عرب امارات د هند وزیر اعظم نرېندرا مودي د حکومت د ملاتړ په ښودلو سره له هند سره خپلې ستراتېژيکې اړيکې لا ژورې کړې دي.
په سعودي عرب کې هم دوه میليونه او اوو لکه هنديان دېره دي او هند تر عراق وروسته د سعودي عرب د تېلو دوهم لوى واردوونکى هېواد ګڼل کېږي.
دا په داسې حال کې ده چې نوي دلي کشمير ته چې د نړۍ په سطحه تر ټولو سخته پوځي ساحه ګڼل کېږي، په لسګونه زره اضافي سرتېري لېږلي دي.