د ملګرو ملتونو امنیت شورا د کشمیر په اړه غونډه کوي

په سرینګر کې هندیو سرتېرو سړک تړلی دی

پراګ - ټاکل شوې چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د اګست پر ۱۶مه د هند تر واک لاندې د کشمیر پر روان حالت خبرې وکړي.

د امنیت شورا پر ووبپاڼه په ورځني مهالوېش کې راغلي چې مشورتي غونډه تر تړلیو دروازو شاته د پېښور له وخت سره سم، ماښام اووه بجې کېږي.

رویټرز اژانس د اګست پر ۱۵مه ویلي چې دا غونډه د چین او پاکستان په بلنه کېږي چې پکې به د اګست پر پېنځمه د هند تر واک لاندې د کشمیر د ځانګړي اییني حیثیت تر ختمېدو وروسته پر حالاتو بحث کېږي.

دا غونډه پر داسې مهال کېږي چې د پاکستان پوځ عامه اړیکو دفتر ویاند مېجر جنرال اصف غفور د اګست پر ۱۶مه پر ټوېټر په بیان کې وویل، د کنټرول پر کرښه د هندیو ځواکونو په ډزو کې یو بل سرتېری محمد شیراز وژل شوی دی.

نوموړي دا نه دي ويلی چې د ډزو پېښه کله شوې او هند یې هم د دعوې په اړه سمدستي غبرګون نه دی ښوولی، خو دواړو خواو د اګست پر پر ۱۵مه هم پر یو بل د کنټرول پر کرښه د اوربند د سرغړونې تورونه پورې کړي ول.

جنرال غفور د اګست پر ۱۵مه پر ټوېټر په یوه بیان کې لیکلي چې هندیو ځواکونو د کنټرول پر کرښه د پاکستان لوري ته ډزې کړې دي چې پکې درې پاکستاني سرتېري تنویر، تیمور او رمضان ووژل شول.

نوموړی وايي، د پاکستان پوځ په ځواب کې هغې خوا ته ډزې وکړې چې پکې پېنځه هندي سرتېري ووژل شول او یو شمېر ژوبل شول.

د مېجر جنرال اصف غفور بیان

خو د هند اې اېن ای اژانس او انډیا ټوډې ورځپاڼې د پاکستانیو ځواکونو په ډزو کې د هندیو سرتېرو وژنه رد کړه.

دوی د پوځ په حواله ویلي چې لومړی ډزې پاکستان وکړې او هندیو ځواکونو چې غبرګون وښود نو درې پاکستاني سرتېري یې ووژل.

د اې اېن ای اژانس ټویټ

د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکي د اګست پر پېنځمه د هند تر واک لاندې د کشمیر د ځانګړي اییني حیثیت بدلېدو له کبله ترینګلي شوي دي.

پر هغه ورځ هندي حکومت او پارلېمان د کشمیر په اړه د اساسي قانون ۳۷۰ او ۳۵ اې مادې لغوه کړې. هغو دفعو کشمیر ته د دفاعي، بهرنۍ، مالي چارو او مواصلاتو پرته په نورو ټولو چارو کې د خپلواکۍ حق ورکړی وو او کشمیر خپل ایین او حکومت لاره.

له نوي بدلون سره سم، د هند اساسي قانون په کشمیر کې عملي شوی دی.

اسلام اباد تر دې اقدام وروسته له نوي دلي سره ډېپلوماټيک تعلقات محدود کړل، سوداګري او ټرانسپورټ یې وځنډاوه، په پاکستان کې یې د هندیو فلمونو او ډرامو پر ښودلو بندیز ولګاوه او د اګست پر ۱۴مه د برېښنايي رسنیو د انتظام ادارې (پېمرا) د هېواد ټېلېوېژنونو ته امر وکړ چې په هند کې د جوړو شویو شیانو په اړه سوداګریزې خبرتیاوې دې نه خپروي.

پېمرا همداراز، پر هغو اشتهارونو هم بندیز لګولی چې پکې هندي اداکاران ښوول کېږي.

اسلام اباد وايي، د کشمیر په اړه له نړیوالې ټولنې سره په رابطه کې دی او دا مسله ملګرو ملتونو ته وړي، خو هند دا کورنۍ موضوع بولي او وايي، پکې هېچا ته د مداخلې اجازه نه ورکوي.

هلته هندي وزیراعظم نرېندرا مودي د اګست پر ۱۵مه په کشمیر کې د خپلو اقداماتو دفاع وکړه:

"موږ نه ستونزې بې له هواري پرېږدو، نه یې زېږوو. هغه کار چې په تېرو ۷۰ کلونو کې و نه شو. [زموږ نوي حکومت] له ۷۰ څخه په کمو ورځو کې وکړ. د هند د پارلېمان دواړو ایوانونو – ولسي جرګې او مشرانو جرګې – د [ایین] ۳۷۰ او ۳۵ اې دفعې، په اکثریت ختمې کړې. د دې معنا ده چې دا خبره د هر چا په زړه کې وه، خو چا عمل نه کاوه."

مودي د دلي په سره کلا (لال قلعې) کې د خپلواکۍ ورځې په مناسبت غونډې ته په وینا کې زیاته کړه چې د کشمیر پخواني حیثیت له کبله هلته بېلتونپالنه او ترهګري زېږېدلې وه.

په عین وخت کې د پاکستان حکومت د هند د خپلواکۍ ورځ، د تورې ورځې په توګه ولمانځله او د واکمن تحریک انصاف سیاستوالانو او غړو په یو شمېر ښارونو کې لاریونونه او غونډې وکړې.