م.م: د ۲۰۱۹ز په اووه میاشتو کې دوه لاکه افغانان بې کوره شوي

په تېرو کلونو کې لسګونه زره افغانان ناامنیو ځپلي، بې کوره کړي

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) ویلي، د روان کال په تېرو اووه میاشتو کې په افغانستان کې دوه لاکه ۱۷ زره خلک د جګړو له وجې خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي.

اوچا د اګست پر ۱۵مه، په یوه بیان کې وویل، د دومره زیاتو خلکو د بې کوره کېدو له وجې د بشري مرستو لویه اړتیا پېښه شوې.

بیان وايي، په بې کوره شویو کې ۵۸ فیصده کسان له ۱۸ کلونو کم عمر لرونکي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر وايي، په افغانستان کې شاوخوا یو میلیون بې کوره خلک به د روان کال تر پایه مرستو ته ضرورت ولري.

بیان زیاتوي، د روان کال په اووه میاشتو کې په ایران کې د اقتصادي بحران له وجې شاوخوا ۲۷۰،۰۰۰ او له پاکستانه شاوخوا ۱۷،۰۰۰ افغانان وطن ته ستانه شوي.