کشمیر: ۳۰ احتجاج کونکي نیول شوي

په سرینګر کې امنیتي سرتیري ګزمه کوي. عکس: ۱۹ اګست ۲۰۱۹مږ

د هند د واک لاندی کشمیر په مرکزي ښار سرینګر کې چاوراکي وايي چې د اګست ۱۹مې په شپه يي ۳۰ مظاهره چیان نیولي دي.

په داسې حال کې چې د نوي ډیلي د کشمیر د ځانګړي حیثیت له ختمولو وروستو په ولسي غونډو بندیزونه دي او انټرنیټ او د ټیلي فون نظام تړل شوی، بیا هم احتجاجي مظاهرې ترسره شوي دي.

چارواکي وايي، ډېر مظاهره چیان يي د سرینګر په هغه سیمو کې نیولي چې د مظاهرو پر وخت په امنیتي ځواکونو کانړي ورول شوي.

د نریندرا مودي حکومت د پرېکړې نه وروستو د هند او پاکستان تر مینځ اړیکې ترینګلې دي. پاکستان هم د کشمیر د ملکید دعوا لري او په هند يي په کشمیر کې د بشري حقونو نه د سرغړونو تورونه پوری کړي ، بل خوا هند وايي چې کشمیر يي کورنۍ معامله ده.

د اګست په ۱۹مه د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د وزیراعظم مودي او وزیراعظم عمران خان سره په ټلېفون خبری وکړی او پر دواړو يي غږ وکړ چې د کشمیر په معامله تاوتریخوالی کم کړي.

په کشمیر کې چارواکي وايي چې احتجاجونه مقامي او واړه واړه وو ، بیا هم په سیمه کې تعلیمي اداری تړلی پرتې دي او د حکومت له خوا د سکولونو د پرانستلو د اعلان باوجود ډیرو تعلیمي ادارو ته ماشومان نه دي حاضر شوي.

د سکول د ګاډي یو ډرایور رویټرز ته ویلي، حکومت سکولونه پرانستي دي ، خو د امنیت وضع ښه نه ده ، او په داسې حال کې نه شي کولې چې د سکول د ګاډیو په چلولو سره د ذده کوونکیو ژوند په خطر کې واچوي.