د پاکستان وزيراعظم عمران خان وايي نور له هندوستان سره د مذاکرات کولو په لټه کې نه دی.
نوموړي پرون (د اګست پر ۲۱مه) له امريکايي ورځپاڼې نيويارک ټايمز سره په مرکه کې ويلي دي چې له هند سره اوس د مذاکراتو هېڅ ګټه نشته او په خبره يي چې د دواړو اټومي طاقتونو پاکستان او هندوستان ترمنځ د نښتې رامنځته کېدو خطر مخ په زياتېدو دی.
دا هم وګورئ: ملګري ملتونه: د کشمير پر مسله دې له زغمه کار واخېستل شيعمران زياته کړې چې له ممکنه ورانوونکو حالاتو په اړه يې امريکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ هم خبر کړی دی.
دا هم وګورئ: کشمیر: ټرمپ د منځګړتوب وړاندیز وکړپاکستان له هند سره د سفارتي اړيکو د کچې ټیټولو، دوه اړخیزه سوداګرۍ ځنډولو او د «سمجوته ايکسپرېس» په نوم د اورګاډي تګ راتګ درولو پريکړې تر هغه وروسته وکړې چې د هند پارليمان د ۲۰۱۹م کال د اګست پر پنځمه تر خپل واک لاندې کشمير نیمه خپلواکه حيثيت ختم کړ او د کشمیر په اړه يې د اساسي قانون۳۷۰مه ماده لغوه کړه.