د پاکستان بشري حقونو کمېشن: حکومت دې ورک کسان زر پیدا کړي

د پاکستان بشري حقونو کمېشن تر دې وړاندې هم د ورکو کسانو د موندلو لپاره مظاهرې کړي دي.

کوټه ـ د پاکستان د بشري حقونو سازمان پر حکومت غږ کړی چې لادرکه کسان دې پیدا کړي او د هغوی له کورنیو سره دې مرستې هم وکړي.

د یاد کمېشن د بلوچستان څانګې لخوا د اګست پر ۳۰مه په کوټه کې دپرېس کلب په مخکې خاموشه مظاهره هم وشوه چې پکې وکیلانو، د خیریه ادارو کارکونکیو او د ژوند د نورو طبقو سره تړاو لرونکو کسانو ګډون درلود.

مظاهره کونکیو بینرونه پورته کړي ول چې پرې لیکل شوي ول، حکومت دې ورک کړل شوي کسان پیدا کړي.

دا هم وګورئ: د پاکستان پوځ د ورکو کسانو لپاره ځانګړې څانګه جوړه کړې

د پاکستان د بشري حقونو د کمېشن د بلوچستان څانګې مشر حبیب طاهر ايډوکیټ مشال راډیو ته وویل:

"قانون شته، پولیس شته، که یو چا جرم کړی وي، نو د قانون مطابق دې ورسره چلند وشي خو د خلکو ورکول یو ډېر خطرناک ګام دی."

نوموړي دا هم وویل چې په بلوچستان صوبه کې د تېرو شلو کلونو راهېسې د خلکو په مرموز ډول د ترۍ تم کېدو لړۍ روانه ده.

د یاد دفتر یو بل غړي شمس مندوخېل وویل، حکومت له پکار دي چې ورک کسان ومومي او د هغوی د کورنیو سره یې مخامخ کړي او که څه جرم یې کړی وي نو پرې کیسونه دې وچلوي. نوموړی زیاتوي:

"که چېرې دوی (ورک کړل شویو کسانو) د ریاست خلاف څه کړي وي، بیا دې بې شکه دوی ته سزا ورکړي، او که داسې نه وي نو بیا پکار ده چې عدالتونو ته یې وړاندې کړي."

دا هم وګورئ: د بلوچستان حکومت د ورکو بلوڅو د موندلو ډاډ ورکوي

د بلوچستان هایکورټ وکیل حبیب ناصر ایډوکیټ وايي، کله چې خلک په مرموز ډول د حکومتي ادارو لخوا پورته کړل شي نو ولس له دغو ادارو ناهیلی کېږي او باور یې پرې ختمېږي او کورنۍ یې له ریاسته لرې کېږي.

د بلوچستان د کورنیو چارو وزیر ضیا لانګو دوه میاشتې مخکې مشال راډیو ته ویلي وو چې د حکومت په هلو ځلو تر ۲۰۰ پورې ورک کسان تر موندل کېدو وروسته د هغوی کورنیو ته سپارل شوي دي. نوموړي ویلي وو، هغه هیلمن دی چې نور کسان به هم د وخت په تېرېدو سره و موندل شي.

د بلوچستان د کورنیو چارو وزارت وايي د لادرکه کسانو د موندلو لپاره کار په چټکۍ سره روان دی او د سېپټمبر پر ۱۶مه به په کوټه کې د لادرکه کسانو لپاره جوړ شوی حکومتي کمېشن د لادرکه کسانو د کیسونو اورېدنه بیا پیل کړي.