د پاکستان بهرنيو چارو وزير ويلي چې هېواد به يې د افغان سولې ملاتړ ته دوام ورکوي.
شاه محمود قريشي د سېپټمبر پر درېمه نېټه په اسلام اباد کې د قانون پرمختګ او شفافيت انستيټيوټ پلډاټ له خوا جوړې شوې غونډې ته د وينا پر مهال له کشمير، افغانستان او چين سره د اسلام اباد پر اړيکو رڼا واچوله.
نوموړي زياتره خبرې د کشمير په اړه وکړې خو ورسره يې د افغانستان په حقله وويل چې اسلام اباد به د افغانستان سولې عمل ملاتړ ته دوام ورکوي.
هغه زياته کړه، ''نړۍ د وزيراعظم عمران خان هغه خبره مني چې د افغانستان ستونزه د جګړې د لارې نه حل کېږي او يوازنی حل يې مذاکرات او روغه جوړه ده.''
شاه محمود قريشي د کشمير او افغانستان حالات سره پرتله کړل او وې ويل چې يو خوا د کشمېر په حواله د دوی اميدونه تت دي خو بل خوا د افغان ولس لپاره ښه اميد منتظر دی.
پاکستان تل په مستيقمه يا غير مستقيمه توګه د افغانستان او پاکستان مسيله سره تړلې ده خو د شاه محمود قريشي له لورې دا ويل چې د کشمير په اړه اميدونه تت او د افغان ولس لپاره د ښه اميد خبره دا څرګندوي چې دغه هېواد اوسمهال کشمير او افغانستان ستونزه له يوبل سره نه تړي.
د پاکستان په نظر کې د دې بدلون ممکنه وجه څه کېدای شي؟
د پاکستان دفاعي چارو پوه عايشه صديقه دې ته د پاکستان او امريکا د تعلقاتو په تناظر کې ګوري.
هغه وايي چې د پاکستان تعلقات اوس له امريکا سره په ښه کېدو دي نو نه غواړي چې د کشمير او افغانستان مسله له يو بل سره په تړلو امريکا خپه کړي.
د دې په خبره، پاکستان غواړي عادي ژوند ته راوګرځي او د دې لپاره پېسو او د ماليې نړيوال صندوق (ای اېم اېف) مرستې ته اړتيا لري چې پر صندوق د امريکا اثر ډېر زيات دی.
د دې په خبره د امريکا پر ای اېم اېف نفوذ ته په کتو سره که پاکستان امريکا ته ووايي چې که چېرته د کشمير مسله حل شي نو د افغانستان مسله به هم هواره شي نو ددې په وينا پاکستان پوهېږي چې دا خبره به يې ځای و نه نیسي.
د اګست پر ۵ مه نېټه چې کله هندي وزيراعظم نريندر مودي د هند تر انتظام لاندې کشمير نيمه خپلواکه حېثېت ختم کړ نو د پاکستان اپوزيشن مشر شهباز شريف په غبرګون کې د کشمير ستونزه له افغانستان سره تړلې وه.
خو وروسته افغان حکومت او طالبانو دواړو پر دې غبرګون ښودلی وو.
طالبانو په بيان کې ويلی وو چې د کشمير پر سر د پاکستان او هند لانجه د افغانستان له حالاتو سره و نه تړل شي.
وروسته په کابل کې د پاکستان سفير زاهدالله خان هم وويل چې د کشمير راپورته شوې لانجه به د افغانستان دسولې پر پروسه ناوړه اغېز ونکړي