د کوټې د مېوو کاروباریان د یخو خونو غوښتنه کوي

د ارشیف انځور

کوټه ـ د بلوچستان د مڼو د باغونو یو شمېر مالکان وايي، د یخو خونو د نېشتوالي له کبله ډېرې قیمتي مڼې په ډېره ارزانه خرڅوي، ځکه چې تر بل موسمه د خوندي ساتلو بندوبست یې نه کېږي.

د کوټې د هوايي ډګر په سړک، سریاب روډ او جواینټ روډ نن سبا په درځنونو د مڼو کریټونه او قو طۍ یا ډبي د سرکونو پر غاړه د خرڅلاو لپاره اېښودل شوي وي.

کروندګر وايي د یخچالونو د نېشتوالي له کبله دوی نشي کولی خپلې مڼې نورو صوبو ته ولېږدوي او په مناسبه بیه یې خرڅې کړي.

د کوټې په عالمو چوک کې د مڼو یو خرڅوونکي مشال راډیو ته د خپلې ستونزې په اړه وویل:

"عالمو چوک ته مې سېب راوړي دي، دلته یې خرڅوم، نه خرڅېږي. مارکيټ ته یې چې وېسم، هلته هم نه خرڅېږي."

ځیني سوداګر وايي، له ایران او نورو ځایونو هم کوټې ته مڼې راوړل کېږي چې له وجې یې د دوی کاروبار زیانمن شوی دی.

یو بل تجار له حکومته غوښتنه وکړه چې دوی ته دې د مېوو د خوندي ساتلو لپاره یخې خونې جوړې کړي، څو دوی وکولی شي خپلې مڼې په ښه بیه خرڅې کړي او یا یې هم له صوبې یا له هیواده بهر د خرڅلاو لپاره واستوي.

اختر محمد کاکړ په کلا عبدالله کې د مېوو او سبزیو باغونه او کروندې لري، هغه مشال راډیو ته وویل:

"زما ټماټر، خټکي، سېب په تاوان خرڅېږي. د حکومت هېڅ پالیسي په دې اړه نشته، زموږ حکومت ناکامه دی."

اختر محمد کاکړ وايي، په بلوچستان کې ۷۵ په سلو کې کروندګر دي چې ټول د حکومت د ناقصې پالیسۍ له وجې د سختو تاوانونو سره مخ دي.

د بلوچستان کروندګر وايي، دوی خپل باغونه او کروندې په ډېزلي پمپونو خړوبوي ځکه چې بجلي ډېر کله نه وي، نو ځکه یې مصرف هم ډېر شوی وي خو بیا چې هغه مېوې او ترکارۍ یې په ښه بیه خرڅې هم نه شي نو دوی په ځان پورې حیرانه وي چې څه به کوي؟

د کوټې د تجارانو د ټولنې یو غړی بدرالدین کاکړ وايي، دا د حکومت مسولیت دی چې د بلوچستان مېوو ته په بهرنیو هیوادونو کې بازار و مومي.

د بلوچستان د کرکیلې له وزیر زمرک خان اڅکزي سره په دې اړه د خبرو هڅه وشوه خو و نه توانېدو چې ورسره خبرې وکړو.