هند د کشمیر د وضعیت د ښه کېدو او پاکستان یې د خرابېدو ادعا کوي

د سرينګر ښار ارشیف انځور

پراګ ـ پاکستان ادعا کړې چې د هند ترانتظام لاندې کشمير، لاهم په بشپړه توګه تړل شوی او خلک په کورونو کې اېسار پاتې دي.

خو د هند حکومت په وار وار ادعا کوي چې د کشمير وضعيت ښه شوی دی.

د پاکستان بهرنيو چارو وزارت د سېپټېمبر پر اتمه نېټه پر خپله ويبپاڼه بيان خپور کړ چې پکې ادعا شوې، کشمير د نړۍ تر ټولو لوی زندان باندې بدل شوی دی او هلته ګڼ شمېر پوځيان ځای پر ځای کړل شوي دي.

په سرينګر کې یو کشمیری له پولیسو په تېښته دی

د سېپټېمبر پر اوومه نېټه د هند ملي امنيت سلاکار اجيت دووال پر پاکستان باندې په کشمير کې د وضعيت خرابولو تور پورې کړی وو.

نوموړي په نوي ډیلي کې له خبريالانو سره د خبرو پر مهال تور پورې کړ چې پاکستان د ترهګرو ملاتړ کوي او د هند ترانتظام لاندې کشمير ته ترهګر لېږي او د ده په وينا هغوی ته وايي چې وضعيت ګډ وډ کړي.

خو د پاکستان بهرنيو چارو وزارت په بيان کې د ترهګرو د ورلېږدولو رپورټونه ناسم بللي دي.

د پاکستان او هند ترمنځ تعلقات له هغه وروسته لا ترېنګلي شول چې د اګست پر پنځمه نېټه هند تر خپل انتظام لاندې کشمير نيمه خپلواکه حېثېت ختم کړ.

پاکستان په دې سخت خپګان ښودلی وو.

هند په کشمير کې د حالاتو په ممکنه توګه د خرابېدو د مخنيوي لپاره ځینې اقدامات کړي وو.

یوه کشمیرۍ مېرمن د هړتال پر مهال په بازار کې روانه ده

نعيمه احمد مهجور يوه کشميرۍ خبريالاله او ليکواله ده او د اګست پر پنځمه نېټه په کشمير کې وه.

نوموړې د سېپټېمبر پر اتمه نېټه مشال راډیو ته وويل، د کشمير د ځانګړي حېثېت ختمولو وروسته هندي چارواکيو بشپړ ګرزبنديز ولګاوو.

هغې زياته ړه،

"زه تر ۱۷م اګسته پورې په کشمير کې وم، کرفيو لګېدلې وه، ډېر زيات پوځيان ځای پر ځای شوي ول، ټيليفون او انټرنېټ يې بند کړی وو، په رسنيو بنديز وو، د خوراک څښاک څېزونه په ختېمدو وو، خلک هسپتال ته نشو تللی، اېمبولېنس ته ټيليفون نشو کېدلی. ما چې کوم حالات ليدلي هغه ډېر خطرناکه، وېرونکي او خراب ول."

نعيمه احمد مهجور زياته کړه، له تېرو اوو لسېزو راهیسې پاکستان او هند د کشميريانو ژوند ور تريخ کړی دی.

د دې په خبره، دواړه هېوادونه کشميريانو ته د هوسا ژوند تېرولو يا د خپل سباوون د ټاکلو اجازه نه ورکوي.

نوموړې وويل، دواړه هېوادونه جوهري وسلې لري او د يوه بل پرضد يې د استعمالو دړکې ورکوي خو د دې په خبره، دوی پر کنټرول کرښه هره ورځ د پنځه يا شپږو مړه کېدونکيو کشميريانو په اړه هيڅ خبره نه کوي.

اغلې مهجور وويل، کشمير اوس د پاکستان او هند د انا مسله جوړه شوې ده نو په داسې حالاتو کې يوازينۍ لاره دا ده چې نړيواله ټولنه خپل رول ولوبوي او پر دواړو هېوادونو فشار راوړي چې دا ستونزه زر تر زره حل کړي.