امریکا او طالبان دې بیا خبرې پیل کړي: پاکستان

پاکستانۍ جنډۍ

د پاکستان خارجه وزارت په خپل یوه بیان کې د طالبانو او افغان حکومت له استازیو سره د امریکايي ولسمشر ډونالډ ټرمپ لیدنه چې په کېمپ ډېویډ کې به کېدله، پر لغوه کېدو خپل غبرګون ښودلی.

بیان زیاتوي چې پاکستان تل د اخ وډب (تشدد) غندنه کړې او پر ټولو خواوو یې د پرامنه اوسېدو او د سولې بهیر پرمخ بیولو ته د ژمن پاته کېدو غږ کړی دی.

د خارجه وزارت بیان یې وايي، پاکستان د ښه نیت او د ګډې ذمه وارۍ له مخې د سولې او پخلاینې بهیر ته اسانتیاوې برابرې کړې او ټولې خواوې یې هڅولې چې په اخلاص او زغم دې له یوه بل سره خبرې جاري وساتي.

بیان کې راغلي چې پاکستان به د سولې بهیر پرمختګونه تر پرله پسې څار لاندې نیسي او دوی بیا خپل اصولي دریځ بیا تکراوري چې د افغانستان شخړه پوځي حل نه لري او پر دواړو غاړو ږغ کوي چې د سیاسي جوړجاړي په روان بهیر کې بیا د خبرو اترو کولو لپاره لار وموي.

دخارجه وزارت خبرپاڼه یې وايي چې پاکستان د خبرو اترو زغرده پیلېدو ته سترګې پر لار دی.