په سباوون خپرونه کې دا اوونۍ له ماشومانو سره د جنسي تېریو پېښو او د هغوی د خوندیتوب په اړه خبرې شوې دي.
په پاکستان کې د ماشومانو لپاره کارکونکې اداره ساحل وايي چې په دې هېواد کې د ماشومانو د جنسي تېریو پېښې د ۲۰۱۷ز کال په نسبت په ۲۰۱۸ز کال کې ۱۱ فيصده زیاتې شوې وې. د بشري حقونو مبارزان وايي، د قوانینو په سمه توګه د نه عمليکېدو له وجې دا ډول پېښې ورځ تر بلې زیاتېږي.
په خپرونه کې د دې ترڅنګ د صوابۍ ضلعې یوې زدهکونکې ماروخ سره مرکه هم لرو. د دې خپرونې کوربنه انیسه اجمل ده.
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.