د پاکستان د بهرنيو چارو وزير ويلي چې د کشمير پر سر پاکستان او هند د ناڅاپي جګړې خوا ته تلای شي. شاه محمود قرېشي د تيرې سېشنبې په ورځ خبرداری ورکړ چې د ده په وينا د هند لخوا د کشمير لاقانونه قبضې دغه خطرناک ګام ته لاره هوارولای شي.
قرېشی د سېپټېمبر پر ۱۰مه په امريکا کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا غونډې ته د وينا پر مهال هند تورن کړ چې کشمير يې د نړۍ پر سر په تر ټولو لوی زندان بدل کړی دی. نوموړي تور پورې کړ چې د هند تر انتظام لاندې کشمير کې ځېنې کشميريان شکنجه شوي او جنسي تېری پر شوی دی.
نوموړي پر دې مهال زياته کړه چې پر کشمير د هند د ولکې له کبله د دواړو اټومي قوتونو ترمنځ د ناڅاپي جګړې خطر رامنځ ته شوی دی.
د پاکستان او هند تر منځ ترينګلتيا تر هغه وروسته زياته شوه چې کله هند د اګست پر پنځمه د جمو او کشمیر ځانګړی اییني حيثیت ختم کړ. پاکستان وايي هندوستان په داسې کولو د نړیوال قانون سرغړونه کړې خو هند دا خبره ردوي او وايي چې دا يې کورنۍ معامله ده.
دا هم وګورئ: 'د کشمیر او افغانستان وروستی کړکېچ به سوداګري نوره ټکڼۍ کړي'د هند حکومت تر دې وروسته هلته مواصلاتي رابطې پرې کړې او ګرځبنديز يې ولګاوه چې ځېنې وخت يې په جزوي توګه لرې کوي. پاکستان ويلي چې هند بايد د ملګرو ملتونو د بشري حقونو سپارښتنو ته درناوی وکړي او پر جمو او کشمير لګېدلی ګرځبنديز لرې کړي.
د بشري حقونو شورا په غونډه کې د هند استازې ويجې ټاکر سينګ چې د دې هېواد د بهرنيو چارو مرستيال وزيره ده خپل توند غبرګون وښود او د پاکستان د نوم اخيستلو پرته يې وويل چې نړۍ نړۍ ښه پوهېږي چې دا له ځانه جوړه شوې بيانيه د يو داسې هېواد لخوا راځي چې د نړيوالې ترهګرۍ مرکز بلل کېږي او هلته د ترهګرو مشران په کلونو ساتل شوي دي. نوموړې پاکستان ته په اشارې وويل چې دا هېواد د پولو اخوا ته ترهګري د ډيپلوماسۍ د متبادل په توګه کاروي.
دا هم وګورئ: مودي: نوی بدلون به کشمیر له ترهګرۍ خلاص کړيکشمير د هند او پاکستان تر منځ وېشل شوې سيمه ده چې داوړه د خپل حق دعوه پر کوي. د دې سيمې د کنټرول لپاره داوړو هېوادونو دوه جنګونه هم کړې دي.