"سختدریځي" څه ته وايي؟

دا د ۲۰۱۴ز کال د پسرلي یوه شپه ده. انا اېرېل په خپله خونه کې پر سوفې ارام کاوه چې د کمپیوټر پر پرده یې خبرتیا ورښکاره شوه.

د ابو بلال په نوم یوه کس ورته په پیغام کې "سلام" کړی وو او ورته یې ویلي ول چې ایا د هغه ویډیو یې خوښه شوې چې پر فېسبوک یې شریکه کړې؟

هغه په پیغام کې ورڅخه پوښتلي ول چې ایا مسلمانه ده او که څنګه؟

انا اېرېل فرانسوۍ خبریاله ده چې پر ۲۰۱۵ز کال یې په شام او عراق کې د اسلامي دولت ډلې د وسله والو لیکو ته د اروپايي ځوانانو جذبېدو په اړه کتاب خپور کړ. د دې خبریالې د کتاب نوم (In The Skin of A Jihadist) دی.

نوموړې د کتاب پر پښتۍ د خپلې پېژندګلوۍ پټولو لپاره مستعار نوم "انا اېرېل" کارولی دی او تر ننه یې هېچا په مرکو کې څهره نه ده لیدلې.

انا اېرېل د یو کال په موده کې پر ټولنیزو رسنیو د مستعارو نومونو په کارولو، د وسله والو ډلو ګروپونو، ټولنو او پاڼو ته ورغلې، هلته یې ځان د هغوی د فکر ملاتړې په توګه ورپېژندلی او ورڅخه یې معلومات اخیستي.

بلال په لومړیو کې راته "خور" ویل او وروسته یې د واده بلنه راکړه.
انا اېرېل

نوموړې په ۲۰۱۴ز کال کې نه یوازې پر ټولنیزو شبکو د سختدریځو ډلو او کسانو فعالیتونه څارلي، بلکې د اسلامي دولت ډلې له یوه وسله وال سره یې اوږدې خبرې کړې دي.

پر ټولنیزو رسنیو د دې وسله وال نوم ابو بلال وو چې په له انځور او ویډیوګانو څخه شاوخوا ۳۵ کلن ښکارېده، ځان یې فرانسوۍ باله او انا اېرېل ته یې ویلي ول چې شاوخوا یوه نیمه لسیزه یې د نړۍ په بېلا بېلو برخو کې له وسله والو ډلو سره د هغوی په بریدونو او نورو فعالیتونو کې برخه اخیستې.

انا اېرېل په خپل کتاب کې لیکي، ابو بلال ورڅخه هر وخت غوښتنه کوله چې سوریې (شام) ته ورشي او د وسله وال فعالیت برخه شي.

اسلامي دولت یا داعش ډله

اسلامي دولت ډلې د ۲۰۱۴ز کال په جون کې د "دابق" په نوم د مجلې لومړۍ ګڼه خپره کړه چې پکې یې په شام او عراق کې د خلافت اعلان وکړ چې مشري یې ابوبکر بغدادي کوله.

دې ډلې د دواړو هېوادونو د خاورې لویې برخې نیولې وې او هلته یې خپل قانون او نظام لاګو کړی وو چې له کبله یې میلیونونه خلکو کډې وکړې او اردن، تورکیې، لبنان او اروپايي هېوادونو ته وکوچېدل.

د امریکا په مشرۍ د ۶۰ هېوادونو نړیوال اېتلاف د اسلامي دولت ډلې ضد پراخ عملیات پیل کړل او د ۲۰۱۹ز کال په لومړیو کې امریکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ د دې ډلې د ماتې اعلان وکړ خو زیاته یې کړه چې په بېلا بېلو سیمو کې به یې پر ضد عملیات روان وي.

له ۲۰۱۴ز کاله تر ۲۰۱۸ز پورې، ګڼو ځوانانو له اروپايي هېوادونو، پاکستان، افغانستان، هند او بنګلادېشه هم شام او عراق ته د ورتګ هڅې کولې او یا ورغلل او له اسلامي دولت ډلې سره یو ځای شول.

په دوی کې یې ځینې په نښتو او د نړیوال اېتلاف په عملیاتو کې ووژل شول، ځینې یې ژوبل شول، ځینې یې د کډوالو په کیمپونو کې بندیان دي او ځینې یې زندانیان شول.

په دوی کې زیاتره کسان چې ورسره رسنیو مرکې کړي، په خپلو کارونو پښېمانه ول او له وسله والې ډلې سره یو ځای کېدل یې لویه تېروتنه بللې.

ابو بلال او انا اېرېل

انا اېرېل په خپل کتاب کې لیکي چې لومړی یې له ابو بلال سره خبرې کول نه غوښتل او وېره یې لرله چې څوک ورته تاوان و نه رسوي. خو وروسته یې د وسله والو لیکو ته د خلکو جذبېدو پر ستراتیژیو او کړنلارو د ځان پوهولو لپاره دې خطر ته غاړه کښېښوده.

هغې پر انټرنېټ ځینې احتیاطي تدابیر واخیستل چې څوک یې و نه څارلی شي او ځای یې معلوم نه کړي او بیا یې له ابو بلال سره ان په سکایپ ویډیويي خبرې هم وکړې، خو څهره یې ورته ښکاره نه کړه.

اېرېل وايي، بلال ورته په لومړیو ورځو کې د "خور" خطاب کاوه او وروسته یې ورته د واده بلنه ورکړه!

هغه ورته ویل چې ورسره مینه لري او په شام کې به یې خوشاله وساتي.

بلال اېرېل ته د خپلو ګاډو، وسلو، عملیاتو، بریدونو او نورو فعالیتونو په اړه معلومات ورکول، ورته به یې ویډیوګانې ښودې او په بیا بیا یې هڅه کوله چې نوموړې شام ته وروبولي.

هغه اېرېل ته ویلي ول تر تورکیې دې ورشي، شام ته وړل او هلته یې ساتل د هغه ذمه واري ده.

د داعش ضد نړیوال اېتلاف

امریکا او د اروپايي هېوادونو حکومتونو او رسنیو په ۲۰۱۴ز کال کې د اسلامي دولت ډلې لیکو ته د خپلو ځوانانو د جذبېدو رپورټونه ورکړل.

تر اسلامي دولت ډلې مخکې د القاعدې وسله واله ډله د نړۍ په یو شمېر هېوادونو کې فعاله وه. همدا ډله وه چې په ۲۰۰۱ز کال کې یې پر امریکا د وسله والو بریدونو ذمه واري منلې وه او پر ضد یې د هغه وخت ولسمشر جارج ډبلیو بوش په افغانستان کې د ترهګرۍ ضد جګړه پیل کړه.

له هغه وخت راهیسې د القاعدې په څېر یو شمېر نورې وړې ډلې هم په افریقايي هېوادونو، جنوبي اسیا او منځني ختیځ کې جوړې شوې چې لیکو ته یې ګڼ ځوانان جذب شول.

خو د القاعدې پرتله د اسلامي دولت ډلې په لیکو کې ځوانان په خورا تېزۍ ورشاملېدل. د دې وجه څه وه؟

د امریکا په بوسټن کې د برینډایز پوهنتون استادې یوټه کلاوسن په خپله یوه څېړنه کې ویلي چې د دې لامل د ټولنیزو رسنیو ظهور او په ځوانانو کې زیات محبوبیت وو.

بشپړه خپرونه په غږ کې دلته اورېدای شئ

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

ټولنیزې شبکې او سختدریځي لومړۍ خپرونه

د "ټولنیزې شبکې او سختدریځي" موضوعات

فرانسوۍ خبریاله انا اېرېل وايي، دې غوښتل چې پوه شي ولې د اروپايي هېوادونو له ځوانانو څخه یې ځینې د خپلو کورونو ارام ژوند پرېږدي او د شام او عراق په دښتو کې د جګړې لومړۍ کرښې ته ورځي؟

همدا دواړه پوښتنې زموږ د دې خپرونې "ټولنیزې شبکې او سختدریځۍ" مهمه برخه جوړوي.

موږ په دې خپرونه کې دا څېړو چې ځینې ځوانان څنګه له وسله وال فکره اثر اخلي، ولې یې په ډلو ورګډېږي او په دې بهیر کې د ټولنیزو رسنیو رول څه دی؟

تاسې به د دې لړۍ په راتلونکو برخو کې له دې هم خبر شئ چې بېلا بېلو ټولنیزو شبکو په کارولو کې څه احتیاطونه اړین دي، ځوانان څنګه له سختدریځه افکارو ځان ژغورلی شي او دا چې دولت، حکومت، ټولنه او کورنۍ په دې برخه کې څه ذمه وارۍ لري، څه رول لوبولای شي؟

خو په دې لړ کې تر ټولو مهمه او لومړنۍ پوښتنه دا ده چې سختدریځي څه ته وايي؟ د دې پوښتنې ځواب اسانه نه دی ځکه چې د نړیوالو اړیکو او نړیوال امنیت پوهان او څېړونکي یې په اړه بېلا بېل دریځونه لري.

"سختدریځي" څه معنا؟

په انګرېزي ژبه سختدریځۍ ته اېکسټریمېزم وايي. په مېرییم وېبسټر ډېکشنرۍ کې لیکل شوي چې د انتها حالت یا کیفیت ته سختدریځي وايي. همدې قاموس د سختدریځۍ یو بل تعریف هم لیکلی او وايي چې دا انتهايي اقداماتو او نظریاتو تبلیغ ته وايي.

مېرییم وېبسټر ډېکشنري وايي، په انګرېزۍ ژبه کې د اېکسټریمېزم لفظ په لومړي ځل په ۱۸۶۵ز کال کې استعمال شوی.

خو د سختدریځۍ لغوي معنا او په نړیوال امنیت، دفاعي، ټولنیزو علومو او سیاسياتو کې یې تعریف سره خورا زیات توپیر لري.

د جرمني په هایډلبرګ پوهنتون کې د سیاسي چارو څېړونکی وحید الله وطنیار وايي، په ټولنیزو علومو کې د سختدریځۍ د تعریف بېلا بېل اشکال دي او پوهان یې یوازې یو تعریف نشي وړاندې کولای:

"موږ په سیاسي علومو یا په مجموع کې په علومو کې، د دې تګلارې ځانګړی تعریف نه لرو. ځینې ځانګړتیاوې دي چې موږ یې له دې تګلارو سره تړو او د هغې پر بنسټ یې بیا تعریف کوو. لکه، که یو خوځښت یا ډله په ځانګړې توګه، که د اقلیتونو په هکله منفي دریځ ولري، منفي فکرونه ولري یا خپل ملیت په نورو باندې معتبره وګڼي نو موږ کولای شو چې د [سختدریځه] تګلارو یا ډلو پورې یې وتړو."

ایاز ملک په کاناډا کې د یارک پوهنتون د اسیايي څېړنو په مرکز کې کار کوي. دی وايي، هرکله چې یو کس یا یوه ډله، بله ډله له ځانه بالکل مختلفه وبولي او ټولنیز مشترکات له پامه وغورځوي نو دا یو سخت دریځ دی:

"په عمومي ډول یې تعریف داسې کولای شو چې کله موږ د خپل ځان او ټولنې ترمنځ په رابطو کې دا فکر وکړو چې په دواړو کې مطلق توپیر دی نو دا یو سخت دریځ دی. هر کس له بله مختلف وي. په دې کې شک نشته. خو کله چې تاسې خپله یوه ځانګړنه یا په بله معنا، خپل خصوصیات له بله بالکل مختلف وبولئ او دا ووایاست چې زموږ او د نورو ترمنځ توپیر مطلق دی او د منځ لاره پیدا نه کړئ چې له هغې لارې له یو بل سره رابطه جوړه وي او په ګډه یو اقدام او عمل وکړئ، نو دا سخت دریځ دی. دا ډول مطلق تفریق د سختدریځۍ لوري ته ځي."

د عراق موصل د اسلامي دولت ډلې مهم مرکز وو

ایاز ملک وايي، د سخت دریځ غوره کول اصلاً د دوو ډلو یا دوو ټولنو ترمنځ د جوړجاړي امکانات ختموي:

"که د دوو ډلو په فکر او رویو کې دومره سختوالی پیدا شي چې د مشترکاتو هېڅ ځای نه ښکاري او دا سوچ وشي چې زموږ ترمنځ توپیر تر دې بریده ژور دی چې د خپلو افکارو ترمنځ یو پل نشو جوړولای نو دا د سختدریځۍ بنسټ ږدي."

د یو شمېر نورو پوهانو په څېر، ایاز ملک هم د مذهبي سختدریځۍ مثال ورکوي او په دې لړ کې د پاکستان په کراچۍ او نورو ښارونو کې د اهل تشیع او سنیانو ترمنځ د توپیرونو ژوروالي لامل، د سختدریځۍ بیانیه یا نظریه بولي:

"د بېلګې په ډول، که زه د خپلې تجربې پر اساس خبره وکړم نو زه د کراچۍ یم. هلته که تاسې ووینئ نو د سنیانو او شیعه ګانو لانجه په تېرو دوو، درو لسیزو کې تر دې حده ژوره وه چې له کبله یې د ګڼو خلکو وینه وبهېده یعنې تاوتریخوالی پیدا شو او خلک ووژل شول. همدا کار د پاکستان په نورو برخو کې هم شوی. اوس که تاسې د دېوبندي سنیانو نظریه او بیانیه وګورئ نو هغوی یو داسې نقشه او خاکه جوړوي چې له لارې یې د دې ښودو هڅه کوي چې د سنیانو او نورو مسلمانانو لکه اهل تشیع وغیره، ترمنځ مکمل فرق دی. هغوی دا وايي چې سني مسلمانان له نورو جلا دي. د سنيانو فکر د اسلامي امت د ګټو ساتندویه دی. دوی د خپلې نظریې له لارې شیعه ګان د اسلامي امت دښمنان بولي."

زه به هېڅکله پر یو حالت د اسلامپاله سختدریځۍ ټاپه و نه لګوم او دا نوم ورته نه کاروم.
هېلې مالموېګ

په لندن کې د ختیز او افریقايي چارو مطالعاتو پوهنتون څېړونکې عایشه صدیقه هم د ایاز ملک تعریف ته ورته خبره کوي خو په دې ډول یې پراخوي چې سختدریځي د یو انسان یا یوې ډلې له عامې ټولنې څخه د ایستلو معنا لري:

"کله چې تاسې د خلکو یوه ډله یا یو انسان له عامې ټولنې بهر وبولئ او نه یوازې یې له ټولنې بهر وګڼئ بلکې د هغه د رنګ، نسل، عقیدې او دین پر اساس یې له ټولنې د ایستلو هڅه وکړئ، نو دا سختدریځي ده."

ډاکترې صدیقې په پاکستان کې د سختدریځۍ، فرقه ییزو لانجو او تاوتریخوالي، ترهګرۍ، امنیتي حالاتو او پوځي اېسټېبلېشمنټ په اړه څېړنې کړې دي. نوموړې وايي، په ماضي کې د سختدریځۍ بېلا بېل اشکال لرل.

د سختدریځۍ نظریې نسلې بڼه هم لرلې او سیاسي، اقتصادي هغه هم. خو د عایشې صدیقې په خبره، اوسمهال په پاکستان، افغانستان او د دوی په ګاونډیو هېوادونو کې مذهبي سختدریځي زیاته جوته معلومېږي:

"د نسل پر اساس د یوه کس له ټولنې څخه جلا ګڼل هومره سختدریځي ده لکه د مذهب پر بنسټ چې تاسې خلک له ټولنې بهر بولئ. کله، کله د نسل پر اساس دې ډول توپیرپالنې ته سیاسي بڼه ورکول کېږي، پر هغې خلک غور نه کوي، خو وي سختدریځي. په دې کې د پام نکته دا ده چې یو ډول مفکوره یا بیانیه جوړېږي چې پر اساس یې د یوې ټولنې دننه یوه ځانګړې پرګنه نه یوازې له ټولو اسانتیاو او حقونو بې برخې بلل کېږي، بلکې د هغې ټولنې هېڅ برخه نه ګڼل کېږي. نو دا سختدریځي ده او که په تاریخي توګه یې وڅېړو، نو دا کار هم له انسانانو سره شوی. خو د سختدریځۍ یو بل اړخ دا دی چې پکې تاوتریخوالی هم ورګډېږي."

د سختدریځۍ پېژندنه - متبادل دریځ

هېلې مالموېګ د ډېنمارک د نړیوالو مطالعاتو په مرکز کې کار کوي او په منځني ختیځ کې یې پر وسله والو ډلو، تاوتریخوالي او سولې څېړنې کړې دي.

نوموړې د ایاز ملک او عایشې صدیقې له نظر سره موافقه نه ده.

مالموېګ وايي، د اسلامپاله سختدریځۍ یا عیسوۍ سختدریځۍ په توګه اصطلاحات نه کاروي. نوموړې دا هم ګڼي چې سختدریځي یو جامع او کایناتي تعریف نشي لرلای.

د هېلې مالموېګ په خبره، د سختدریځۍ فکر او عمل باید په هره ټولنه کې د هغه ځای له شرایطو، حالاتو او کلتور سره یو ځای وڅېړل شي:

"زه تل هڅه کوم چې [په خپلو څېړنو او نظر کې] مشخصه و اوسم او د یو یا زیاتو ځانګړو هېوادونو او ډلو په اړه خبرې وکړم او هغه سیاق، حالات او شرایط وڅېړم چې پکې هغه ډلې یا هېوادونه موجود وي. نو زه به هېڅکله پر یو حالت د اسلامپاله سختدریځۍ ټاپه و نه لګوم او دا نوم ورته نه کاروم. زه همداراز، یوې [مفکورې یا نظریې یا عمل] ته د عیسوۍ سختدریځۍ په سترګه هم نه ګورم. همداسې نور مثالونه هم شته. زه [نظریې او عملونه] له خاصو ډلو او حالاتو سره تړم ځکه چې زه نه غواړم چې په دې اړه تصورات عمومي شي."

هېلې مالموېګ وايي، د سختدریځۍ، سیاسي تاوتریخوالي او ترهګرۍ په اړه څېړونکي اکثر داسې یو تعریف پسې ګرځي چې هغه د نړۍ په هره ټولنه کې وګوري او بیا یې د حل یوه جامع لار ولټوي. د دې په خبره دا ممکنه نه ده چې موږ دې د سختدریځۍ یا ترهګرۍ یو تعریف ولرو ځکه چې هره ټولنه خپل تاریخ، جغرافیه، اقتصادي او سیاسي شرایط، کلتور، دیني عقاید، کړه وړه او ستراتیژیک حالات لري نو ځکه پکې د سختو نظریو، افکارو او اقداماتو بڼې هم مختلفې وي او د حل لارې یې هم جلا وي.

په بله معنا، څنګه چې د هرې ناروغۍ د درملنې لپاره دواګانې مختلفې وي، د علاج لارې یې جلا وي او پرهېزونه یې سره توپیر لري، همداسې په هره ټولنه کې د یوه مشکل د هواري لار هم مختلفه وي.

لوستونکو، د ځانګړې خپرونې د لړۍ په لومړۍ برخه کې مو د سختدریځۍ پر اهدافو او موخو بحث او پکې مو هڅه وکړه چې د بېلا بېلو پوهانو له نظره د سختدریځۍ یو ابتدايي تعریف او خاکه وړاندې کړو.

د دې لړۍ په بله برخه کې دا بحث نور غځوو.