د سندرو له لارې ولس بيدارول غواړم: اعجاز افق

د ((هارون باچا هنري ګړۍ)) خپرونې پاڼې ته ښه راغلاست.

دا اوونۍ مو د کلا سيف الله له يوه ځوان سندرغاړي اعجاز افق سره د هغه پر هنر خبرې کړې دي.

نوموړی د کالج زده کوونکی دی او شاوخوا پينځه کلونه مخکې يې سندرې ويل پيل کړي دي.

افق وايي، پلان لري چې د لاهور د هنرونو په پوهنځي (نيشنل کالج اف ارټس) کې موسيقي او سندره ويل زده کړي.

نوموړی په وروستيو کې افغانستان ته هم تللی او هلته يې کنسرټونه ورکړي دي.

د اعجاز افق خبرې او څو سندرې د غږ په ځای کې اورېدای شئ.

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

خپرونه دلته واورئ