پراګ ـ د خېبر پښتونخوا د اطلاعاتو وزیر وايي، د وزیراعظم عمران خان د ځینو ضروري مصروفیتونو له وجې د سېپټمبر پر ۱۴مه، د تورخم دروازې ۲۴ ساعته رسمي پرانېستې مراسم تر سره نه شول، چې اوس به د سېپټمبر پر ۱۸مه دا دستوره وشي.
که څه هم د تورخم دروازه د تجارتي اموالو او مساپرو د ۲۴ ساعته تګ راتګ لپاره پر ازمېښتي ډول، د سېپټمبر له دوهمې نېټې څخه پرانېستل شوې، خو دا درېم ځل دی چې د وزیراعظم عمران خان لخوا یې رسمي پرانېسته ځنډول کېږي.
وزیراعظم به د سېپټمبر پر ۱۸مه تورخم ته ځي او د دې پروژې پرانیسته به کوي.د خیبر پښتونخوا د اطلاعاتو وزیر شوکت یوسفزی
ټاکل شوې وه چې سېپټمبر پر ۱۴مه عمران خان تورخم ته تللی او د یوې لویې غونډې په ترڅ کې یې د یادې پروژې پرانېسته کړې وای خو د خیبر پښتونخوا د اطلاعاتو وزیر شوکت یوسفزی وايي، د ځینو اړینو مصروفیتونو له وجې داسې ونه شول. هغه وايي:
"وزیراعظم د روانې میاشتې پر ۲۷مه نېټه په امریکا کې د ملګرو ملتونو جنرل اسمبلۍ ته وینا کوي، په ۱۹م تاریخ به هغه سعودي عرب ته ځي. د هغو پروګرامونو د تیاریو له وجې تورخم ته د وزیراعظم سفر وځنډېدو. یوه فیصله دا هم شوې وه چې وزیراعلی او ګورنر به هلته لاړ شي خو عمران خان ویلي چې هغه پخپله د دې افتتاح کول غواړي. نو انشاالله د سېپټمبر پر ۱۸مه به وزیراعظم تورخم ته لاړ شي."
هلته افغانستان هم د سېپټمبر پر۱۴مه، د تورخم د دروازې د ۲۴ ساعته رسمي پرانېستې لپاره چمتو والی نیولی وو.
د شپې په ۱۲و بجو هم چې مسافر زموږ غاړې ته راشي، زموږ مامورین ورته مرستې ته ناست دي.د تورخم ښاروال راحت ګل زیارمل
د تورخم ښاروال راحت ګل زیارمل مشال راډیو ته وویل د دوی له غاړې تیاریانې شوې وې، ټاکل شوې وه، د افغانستان ټرانسپورټ وزیر، د ننګرهار والي او په کابل کې د پاکستان سفیر هم دې غونډې ته ورغلي وای خو بیا پاکستاني چارواکو دا غونډه وځنډوله.
زیارمل وايي، دوی هم خپلې غاړې ته د شپې د شفټ لپاره مامورین پر کار ګومارلې دي او کار بې له ځنډه پر مخ روان دی.
"دې غاړې ته د کسټم یا ګمرک مامورین د شپې هم کار کوي، موږ کوشش کوو چې هېڅ یوه لارۍ زموږ غاړې ته و نه ځنډېږي، همدا رنګه مسافر که د شپې په ۱۲و بجو هم راشي، مامورین شته چې دخولي او خروجي ټاپې یې پر پاسپورټونو ولګول شي او مخکې سفر پیل کړي."
دا هم وګورئ: د چمن ــ بولدک لار دې شپه ورځ خلاصه وي: سوداګرد افغانستان او پاکستان ترمنځ په وروستیو څو کلونو کې اړېکې ښې نه دي پاتې او په تورخم او چمن کې سوداګر او مسافر له ستونزو شکایتونه کوي، خو اوس چې د پاکستان له لورې دا ګام پورته کېږي، دا به په تجارت او راشه درشه څومره مثبت اغېز پرېباسي؟ د دې پوښتنې په ځواب کې د افغانستان او پاکستان د سوداګرو د ګډې ټولنې یو غړي زاهد شینواري مشال راډیو ته وویل:
"دا یو ښه قدم دی، له ټولو نه زیاته د خوشالۍ خبره دا ده چې د حکومت لږ تر لږه د افغانستان سره تجارت ته فکر شو. ضروري نه ده چې له دې سره به تجارت یو دم ډېر زیات شي خو په اوږده وخت کې به خامخا د دې فایدې وي."
زاهد شېنواری وايي، د تورخم دروازې د ۲۴ساعته پرانېستې پرمهال به د افغانستان او پاکستان د تجارانو پلاوی هم تورخم ته ځي او په غونډه کې به برخه اخلي.
د تجارتي امورو کارپوهان وايي، کېدی شي د پاکستان وروستي اقدامات د دواړو خواوو ترمنځ مخ په ځوړې سوداګري تر یوه بریده مخ په بره بوتلو کې رول ولوبولی شی.