سعودي: پر تنصیباتو بریدونو د تېلو پیداوار ټیټ کړی

د سعودي په عبقیه کې د تېلو تنصیبات د حوثي یاغیانو لخوا د ډرون پر واسطه په نخښه شوي

د سېپټمبر پر ۱۴مه، د سعودي عرب د تېلو پر دوو تنصیباتو له لسو ډرون بریدونو وروسته د ریاض د تېلو پیداوار نږدې نیمايي ته ټیټ شوی دی.

امریکا د دې بریدونو تور پر ایران پورې کوي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزير مایک پامپیو ویلي چې ایران د نړیوالې انرژۍ د لېږد پر نظام بې ساری بريد کړی دی.

په یمن کې ايران پلوه حوثي یاغيانو د سېپټمبر په ۱۴مه د سعودي عرب په ختيځ کې د تېلو پر تنصيباتو د بريدونو ذمه واري منلي وه.

بلخوا د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند عباس موسوي په دې برید کې د تهران لاس لرل رد کړي دي او ویلي یې دي چې داسې بې بنیاده تورونه هیڅ مانا نه لري.

د وال سټريټ ژورنال ورځپاڼې او د رويټرز خبري اژانس په وینا، د سعودي عرب په ختیځ کې د تېلو په دوو تنصیباتو له بریدونو وروسته د ورځې په حساب سره د تېلو پیداوار پینځه اشاریه اووه ملینه بیرلو ته کم شوی دی چې ورسره د تېلو نړیوال پیداوار پنځه في صده ټیټ شوی دی.