د قبایلو خاصه دار غواړي چې د پولیسو برخه پاتې شي

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

په مومندو کې د پخواني خاصه دار ځواک سرتېرو او افسرانو د سېپټېمبر پر ۱۵مه یوه احتجاجي غونډه وکړه چې پکې یې د خیبر پښتونخوا له حکومته غوښتنه وکړه چې هغې مسودې ته دې قانوني شکل نه ورکوي چې پکې خاصه دارو او لېویزو ته د ځانګړي ځواک حیثیت ورکړل شوی. دا مسوده د پښتونخوا اسمبلۍ د سېپټېمبر پر ۱۲مه منظور کړه چې که قانون شي نو خاصه دار او لېویز ځواکونه به د پولیسو برخه نه جوړېږي. ویډیويي رپورټ.