د سختدریځۍ نظریات څنګه کار کوي؟ سختدریځي په مجموع کې څو بڼې یا اشکال لري؟ پوهان او څېړونکي په پاکستان، افغانستان او سیمه کې د کیڼلاسې او ښي لاسې سختدریځۍ نظریې څنګه ارزوي او تجزیه یې کوي؟ دا پوښتنې د مشال راډیو د اوونیزې خپرونې "ټولنیزې شبکې او سختدریځي" د دویمې برخې موضوع ټاکي.
د دې خپرونې په لومړۍ برخه کې موږ د سختدریځۍ پر تعریف او نوعیت بحث وکړ. د هغې خپرونې پر اساس دوه خبرې کولای شو:
- د نړیوالو اړیکو، نړیوال سیاست او نړیوال امنیت پوهان د سختدریځۍ یو جامع او مفصل تعریف نه لري.
- که موږ د دې خپرونې لپاره سختدریځي پېژندل غواړو نو د دوو ډلو ترمنځ د مطلق توپیر فکر پیدا کول او یوه ډله له ټولنې څخه دباندې بلل او له ټولنې د ایستلو هڅې او افکار سختدریځي وي خو دا هر څه د هرې ټولنې تاریخ، جغرافیې، اقتصادي او سیاسي شرایطو، دیني عقایدو، کړه وړه او ستراتیژیکو حالاتو ته په کتو شننل او څېړل په کار دي.
د لومړۍ برخې بشپړ بحث دلته ولولئ.
د ټولنیزې شبکې او سختدریځي لومړۍ خپرونه دلته واورئ.
د سختدریځۍ په اړه وېشلي نظرونه
سختدریځي او د دې نظریات له پخوانی تاریخ لري او په اړه یې پر نړیوال کچ څېړنې شوې دي ان دا چې ځینې اکاډیمیک ژورنالونه لکه د شخړو او ترهګرۍ مطالعې (Studies in Conflict and Terrorism)، امنیتي مباحثې (Security Dialogue)، ترهګري او سیاسي تاوتریخوالی (Terrorism and Political Violence) او داسې نور د سختدریځۍ، بنسټپالنې او ترهګرۍ موضوعاتو ته ځانګړي شوي.
په دې ژورنالونو کې هر څېړونکی د سختدریځۍ په اړه جلا نظر لري. خو دوی دا وايي چې سختدریځه افکار او نظریات له یوه خاص بهیره تېرېګي، پیاوړي کېږي، بیا پر خلکو اغېز کوي، د هغوی نظریات بدلوي او په ټولنه کې وېش پیدا کوي.
قوم په تاریخي او جغرافیايي توګه د یوه خاص سیاسي عمل له لارې جوړېږي.ایاز ملک
د جرمني د هایډلبرګ پوهنتون څېړونکی وحید وطنیار همدا خبره روښانوي او بیا د سختدریځو ډلو بڼې یا اشکال ښيي: "دا یو داسې دریځ دی چې ځینې هغه کسان چې زموږ د دریځ مخالف وي، پر هغوی موږ خپلې لارې مجبوراً قبلوو او که یې نه قبلوي نو بیا موږ [د زور] له وسایلو کار اخلو. موږ دیني سختدریځه ډلې لرو. موږ ایډیالوژیکي سختدریځي لرو چې پکې راستیان او چپیان دي، هغه هم لرو."
توپیرونه او یووالی: د سختدریځۍ اړخونه
د کاناډا د یارک پوهنتون څېړونکی ایاز ملک وايي کله چې یوه ډله د بلې ډلې په اړه خاص نظریات غوره کړي نو داسې یو حالت جوړېږي چې اختلافات دوه اړخیزه کېږي.
د ده په خبره کله چې یوه ډله د بلې هغې په اړه د مطلق توپیر نظریه تیاروي نو پکې دې ته پام کوي چې د خپلې ډلې دننه هرڅه یو رنګ، یو ډول او یو شان وښيي: "سختدریځي د دوو یا زیاتو ډلو ترمنځ دوه طرفه وي – له نورو سره بشپړ توپیر او په خپله ډله کې دننه داسې یووالی چې هېڅ فرق نه ښکاره کوي. زه یې بل مثال درکوم. دوه یا درې لسیزې مخکې په کراچۍ کې مهاجر قومي موومنېټ، چې وروسته متحده قومي موومېنټ شو، د هغوی او د پښتنو او سیندیانو ترمنځ تاوتریخوالی وشو. هغه وخت مهاجرو، پښتنو او سیندیانو یو بل ته د بالکل جلا خلکو په سترګه کتل. دوی به دا ویل چې په خپلو کې هېڅ مشترک یا ګډ خصوصیات نه لري. په دې توګه د مهاجرو یوه ټولنه جوړه شوه. که د سني یا شیعه لانجې ته وګورو نو د بشپړ تفریق ښکاره کولو لپاره باید تاسې پر فکري اساس یوه سني ټولنه یا ډله جوړه کړئ، همدا کار مهاجرو وکړ. له دې لامله داسې یو جوړښت تیار شو چې پکې سنیان په خپلو کې یو ډول ښکاري، مهاجر یو ډول او له نورو سره توپیر لري."
ایاز ملک وايي، دا عمل یو اړخیز نه وي: "کله چې یوه ډله، بله هغه تعریفوي نو خپله پېژندګلوي هم جوړوي او د خپل ځان په اړه هم سپیناوی ورکوي. په دې صورت کې که سنیان درواخلې یا مهاجر نو په خپله ډله کې دننه هم توپیر وي، خو دوی یې له منلو انکار کوي."
ایاز ملک یوازې اهل تشیع او سنیان نه یادوي. دی د ژبني او نسلي توپیرونو مثال هم ورکوي او وايي هره قبیله، ډله، ملت، قام او ټولنه خپل تاریخ لري او دا ټول د ځانګړو نظریاتو پر اساس جوړېږي چې پکې د ډلې یا قبیلې دننه د بشپړ یووالي او له بلې ډلې یا قبیلې یا قام سره یې د مطلق فرق تصویر وړاندې کېږي: "قوم یا ملیت په خلا کې نه جوړېږي. قوم له اسمانه ځمکې ته نه راځي. قوم په تاریخي او جغرافیايي توګه د یوه خاص سیاسي عمل له لارې جوړېږي. زه بیا د مهاجرو مثال درکوم. که تاسې شا ته ولاړ شئ نو دا درجوتېږي چې په ۱۹۷۰ز، ۸۰مه او بیا وروسته په ۹۰مه لسیزو کې دا زموږ مخې ته د یو قوم او نسل یا توکم په بڼه راڅرګند شو. نو هر توکم او قوم د جوړېدو تاریخ لري. که مهاجرو، پښتنو یا سیندیانو ته د ټولنو یا ډلو په نظر وګورو نو په خپلو کې توپیرونه هم لري، یووالی هم لري. دا سمه ده چې مهاجر او پښتانه له یو بله مختلف دي ځکه چې یوه ډله اردو ژبې ده، بله پښتو وايي. خو دواړه له یو بل سره یو شمېر مشترکات هم لري."
بشپړه غږیزه خپرونه دلته واورئ
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
که د وحید وطنیار او ایاز ملک خبرې خلاصه کول غواړو نو داسې ویلای شو چې هر وخت موږ د یوې ډلې خصوصیات بیانوو او دا ویل غواړو چې په کومو، کومو برخو کې هغه ډله له موږه بدله ده، نو په همدې وخت کې موږ د خپل ځان په اړه هم سپیناوی ورکوو.
که په پاکستان کې د اهل تشیع او سنیانو ترمنځ د مذاکرو یا بحثونو مثال ورکړو نو هلته دواړه خواوې په یو بل کې د تفریق یا توپیرونو یادونه کوي. په دې توګه د سختدریځي لا پراخېږي او په هره ټولنه کې یې څرک لیدل کېدای شي. خو شنونکي په ټوله کې د سختدریځۍ دوه لوی اشکال، ډولونه یا بڼې ويني. یو ته یې ښي لاسې سختدریځي وايي او بل یې چپ یا کیڼ لاسې سختدریځي.
که موږ د پاکستان او افغانستان حالاتو او شرایطو ته وګورو نو هلته شنونکي ښي لاسې سختدریځي اکثر د مذهبي عقایدو پر اساس تعریفوي او چپ لاسې سختدریځي له ځینو سیاسي، اقتصادي، ټولنیزو او کلتوري نظریاتو سره تړي.
په پاکستان او افغانستان کې کیڼلاسې سختدریځي
د دې بحث ګډونوال په مجموع کې په پاکستان او افغانستان کې د مذهبي سختدریځه نظریاتو یادونه کوي او وايي چې په هغو هېوادونو کې چپي یا کیڼلاسي سختدریځه نظریات پخوا ول خو اوس نشته.
په لندن کې د ختیز او افریقايي چارو مطالعاتو پوهنتون څېړونکې ډاکتره عایشه صدیقه وايي، په پاکستان او افغانستان دواړو کې شاوخوا څلور لسیزې مخکې چپي ګوندونه، ډلې او سازمانونه زیات او فعاله ول.
په افغانستان کې موږ د ایډیالوژۍ له لحاظه اوسمهال چپلاسي نه لرو.وحید وطنیار
د دې په خبره، په هغو کیڼلاسو ډلو کې یې ځینو د خپلو سیاسي مقاصدو ترلاسه کولو لپاره د تاوتریخوالي پر استعمالولو باور لاره.
خو نوموړې زیاتوي چې اوسمهال په پاکستان کې کیڼلاسې ډلې تقریباً نشته، دویم، که وي هم نو نظریات یې لا هم پخواني دي او بل دا چې دا چپۍ ډلې په هېڅ شکل سختدریځې نه دي بلکې په جمهوري او مدني فعالیت باور لري: "کیڼ لاسې سختدریځي څه ده؟ زه خو یې نه وینم ځکه چې په پاکستان کې خو له کیڼلاسو څخه یوازې یوه ناحکومتي اداره یا اېن جي او جوړه شوې. [په پاکستان] کې د کیڼلاسو فکر پر تنګنظرۍ ولاړ دی. هغوی له [کارلس] مارکس او [ولادیمیر اېلېیچ] لېننه پرته نور هېڅ نه ویني. هغوی له دې دریځه هېڅ وړاندې نه ځي. خو که دا وویل شي چې د هغوی نظریه سختدریځه ده نو دا خبره به ما خپه کړي او اندېښمنه به مې کړي."
د ډاکترې عایشې صدیقې په څېر وحید وطنیار هم ګڼي چې په افغانستان کې د کیڼلاسي سیاست لاروي ګوندونه نشته. دی د غریبي هېوادونو او افغانستان سیاسي حالات سره پرتله کوي او وايي، په غرب او افغانستان دواړو کې چپۍ سختدریځه ډلې تقریباً نشته خو دواړو ځایونو کې زیاتره سختدریځه ډلې ښي لاسې دي.
د ده په خبره، په غرب کې ښي لاسې ډلې اکثره سختدریځه ملتپاله نظریات لري چې د جرمني د پخواني ناڅي مشر اډولف هېټلر په افکارو کې یې ریښې دي او په افغانستان کې دا ډلې اکثر ځان له مذهب سره تړي: "په دې اړه شاید زما برداشت لږ مختلف وي ځکه چې په غرب کې چې کله موږ پر چپلاسو یا راستلاسو سختدریځو بحث کوو نو دوی هم هسې ایډیالوژي هم لري. لکه په المان کې که تاسې راستلاسو سختدریځو ته ګورئ، د هغوی ایډیالوژي وڅېړئ نو هغوی له هېټلر سره تړاو لري. چپلاسي معمولاً هغه کسان دي چې موږ یې په افغانستان کې چپیان بولو او مارکسېسټان او کمیونسټان دي. په افغانستان کې موږ د ایډیالوژۍ له لحاظه اوسمهال چپلاسي نه لرو."
وحید وطنیار البته په غرب او افغانستان دواړو کې د کیڼ لاسو ډلو سیاسي او انټرنېټي فعالیتونه د جمهوریت له ارزښتونو سره سم او مثبت بولي. دی وايي، کیڼلاسې ډلې د ټولنیز عدالت او مساوات، د جمهوري اقدارو د دودولو او د قانون د واکمنۍ خبره کوي او پر حکومتي کړنلارو د انتقاد لپاره مدني لارې او انټرنېټي شبکې کاروي.
د شنونکو په اند، په افغانستان او پاکستان کې زیاتره سختدریځي ښي لاسي تمایلات او رجحانونه لري او د خپلو نظریاتو او افکارو لپاره دلایل له دین او مذهبي عقایدو اخلي.
د بحث لنډیز
په ننني بحث کې مو د نړیوالو او ټولنیزو چارو د درو پوهانو نظرونه راواخیستل او پر دې مو د ځان پوهولو هڅه وکړه چې سختدریځه افکار څنګه په خلکو کې دودېږي او دا چې په اوسني دور کې او په ځانګړي ډول په پاکستان او افغانستان کې سختدریځي څو بڼې لري.
تاسې واورېدل چې پوهان وايي چې سختدریځه افکار پر ټولنیزو حالاتو ولاړ وي، یو تاریخ او یوه سابقه لري.
د پوهانو په اند، سختدریځه افکار په ورو، ورو په ټولنه کې دودېږي او کله چې یوه ډله بله هغه له ځانه مختلفه وبولي نو بیا اکثر سختدریځه نظریات دوه اړخیزه کېږي. ایاز ملک، عایشې صدیقې او وحید وطنیار نن موږ ته وویل چې سختدریځه افکار په مجموع کې دوه بڼې لري چې یو یې کیڼلاسي او بل یې ښه لاسي بلل کېږي.
د دوی په خبره، په افغانستان او پاکستان دواړو کې سختدریځه کیڼلاسې ډلې اوس نشته او زیاتره یې ښي لاسې دي. دوی زیاتوي چې کیڼلاسې منځلارې ډلې په دواړو هېوادونو کې پر جمهوري او مدني فعالیتونو باور لري، خو خورا کمزورې دي او ځینې نظریات یې هم پخواني دي چې له اوسني عصر سره سمون نه خوري.
د دې لړۍ په راتلونکې برخه کې د سختدریځۍ پر بڼو بحث ته دوام ورکوو.