علي او محسن د خړ کمر او زندان کیسه کوي

د ارشیف

پراګ ـ د هریپور له زندانه په ضمانت تر خوشې کېدو وروسته محسن داوړ او علي وزیر مشال راډیو سره په ځانګړې مرکه کې د زندان د شپو کیسه وکړه.

محسن داوړ وویل، د قیدیانو هم څه حقونه وي چې پاملرنه یې اړینه وي خو دوی ته یې هېڅ قسمه سهولتونه نه وو ورکړي.

هغه زیاته کړه:

"موږ یې په هریپور کې د ترهګرو لپاره په ځانګړي شوي جېل کې ساتلي وو. په اوونۍ کې یو وار یې اجازه راکوله چې د خپلو کورنیو له غړو سره وګورو. په یو ډول یې په پنجره کې ساتلي وو."

هغه وړاندې وویل، نه ورته اخبار ورکول کېده او نه هم د راډیو د اورېدو یا د تلویزون د لیدو اجازه چا ورکوله.

هغه وايي، د جېل نور قیدیان دا حق لري چې د نورو قیدیانو سره وګوري او خبرې وکړي چې وخت یې تېر شي، خو دوی څخه دا حق هم اخېستل شوی وو:

"په یو ډول یې د تنهایۍ په قید کې ساتلي وو، ځکه هلته موږ دواړه وو، درېم کس یې راته نه راپرېښودلو."

محسن داوړ وايي، پر دوی لګول شوي تورونه ناسم دي، دوی د عدم تشدد پلویان دي او د خپلو وکیلانو په مرسته به خپل قانوني جنګ جاري ساتي.

هغه د سېپټمبر پر ۲۱مه په خپل یو ټوېټر پیغام کې لیکلي: د خړ کمر پېښه به د نړۍ په تاریخ کې پر سوله ییزو مظاهرچیانو د ریاست د ظالمانه غبرګون په توګه ولیکل شي.

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

له محسن داوړ سره مرکه دلته واورئ


بل پلو علي وزیر هم مشال راډیو ته وویل چې په زندان کې ورسره هېڅ قسمه رعایت نه دی شوی.

هغه د جېل د شپو ورځو کیسه داسې کوي:

"موږ په هريپور جېل کې څه نا څه درې میاشتې تېرې کړي چې دغه وخت کې یې موږ عدالت ته نه یو وړاندې کړي."

هغه وايي د کورنۍ له غړو او د وکیلانو سره د خبرو او کتو اجازه ورکول کېدله.

علي وزیر په زندان کې پر ده یا پر محسن د تشد په اړه مشال راډیو ته څه و نه ویل، خو دومره یې وویل چې د خړ کمر د پېښې پر ورځ پرې امنیتي کسانو سخت تشدد کړی وو.

نوموړي دا هم وویل چې حکومت د خړ کمر پېښې قربانیانو کورنیو ته معاوضې ورکړې، د زخمیانو درملنه یې وکړه او د دوی ضمانت هم عدالت منظور کړو، نو له دې هرڅه جوتېږي چې دوی او ملګري یې بېګناه دي:

"که په موږ لګېدلي تورونه سم وي نو بیا د ترهګرو خو نه څوک پوښتنه کوي، نه یې علاج کوي او نه هغو ته معاوضه ورکول کېږي. نو دا څنګه ترهګري وه چې دوی ته یې معاوضه هم وکړه، د هغوی علاج یې هم وکړ او ورسره یې معافي هم وغوښته."

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

له علي وزیر سره مرکه دلته واورئ

د پښتون ژغورنې غورځنګ په وينا د روان کال د مې پر ۲۶مه نېټه د شمالي وزیرستان په خړ کمر کې د پاکستانیو عسکرو په ډزو کې د دوی ۱۴ غړي ووژل شول او تر ۴۰ زيات ژوبل شول خو امنیتي ادارې دا ردوي او تور پورې کوي چې د محسن او علي په مشرۍ مظاهرچیانو د دوی پر یوه پوسته برید کړی وو چې پکې د پوځ پنځه تنه ژوبل شوي ول چې يوه يې وروسته ساه ورکړه.

د عدالت په امر له زندانه تر خوشي کېدو وروسته د محسن داوړ او علي وزير د څرګندونو په اړه د پاکستان پوځ يا حکومت تر دې دمه غبرګون نه دی ښودلی.