سخت تشدد مختار يوسفزی اړ ایست چې په پوليسو ځان ووژني

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مرستيال مشر مختار خان يوسفزی

مختار يوسفزی لا ۱۲ کلن وو چې په ۱۹۶۸م کال کې يې سياسي مبارزه پیل کړه.

نن پر ۲۰۱۹م کال ۶۳ کلن دی، تور وېښته يې سياسي مبارزې سپین کړي خو د مبارزې خوبونه او جذبې یې لاهم نوینې او تاندې دي.

هغه له تېرو ۵۱ کلونو راهیسې د خپلو خوبونو لپاره کړاوونه ګالي.

مختار يوسفزی د ۱۹۵۶ کال د مارچ پر درېیمه نېټه د سوات په بنکټ کلي کې زېږېدلی، له فتح پور سکوله يې لسم او له جهانزيب کالجه يې ۱۴م پاس کړی دی.

مختار يوسفزی د پښتونخوا ملي عوامي ګوند له مشر محمود خان اڅکزي او د ګوند له نور مشرانو سره.

هغه په اووم ټولګي کې وو چې په کلاس کې يې يوه ترانه زمزمه کړې وه:

جوړ زموږ په وينو دی
دا نه دی د خان وطن
دا دی د مزدرو وطن
دا دی د کسان وطن

هم د دې ترانې له وجې هغه له سکوله وایستل شو.

دا هغه وخت وو چې سوات لا هم رياست وو او والي پر سياست بنديز لګولی وو.

دومره وهل شوی وم چې پښې مې پړسېدلې وې، ټول وجود مې پرهر پرهر وو. ۳۲ ورځې په يوه جوړه جامو کې تېرې کړې وې، جامې مې په وينو سرې وې او د پيپ (نو) له وجې پر بدن نغښتې وې.
مختار یوسفزی

له ترانې جوتېږي چې مختار يوسفزی د طبقاتي سياست تر اثر لاندې وو.

هغه وخت په خېبر پښتونخوا کې د کروندګرو او مزدروانو د حقونو سياست له نېشنل عوامي پارټۍ د افضل بنګش په مشرۍ جلا شوې ډلې نيپ مزدور کسان ګوند کاوه.

مختار يوسفزی په اووم ټولګي کې وو چې په ۱۹۶۸م کال کې په سوات رياست کې د سياسي اصلاحاتو لپاره د والي حکومت پرضد تحريک وچلېد.

هغه پر دې پاڅون ورګډ شو.

نوموړي مشال راډیو ته وويل چې افضل بنګش او اجمل خټک د پاڅون مخکښان ول.

مختار يوسفزي له نورو ملګرو سره په ګډه پر دېوالونو يو پوسټر لګاوه چې ورباندې په اردو ژبه ليکل شوي ول "سوات جل رها ہے (سوات سوځي)."

چارواکو يو شمېر کسان ونيول خو مختار یوسفزی له ګرفتارۍ بچ شو.

مختار يوسفزي څو کاله وروسته، د ۱۹۷۰مې لسيزې په لومړنيو کلونو کې په جهانزيب کالج کې داخله واخیسته.

هغه وخت ذوالفقار علي بوټو د پاکستان وزير اعظم وو.

په هغو ورځو کې مختار يوسفزي او ملګرو يې د زده کوونکو د حقونو لپاره احتجاج وکړ چې په نتيجه کې يې هغه په لومړي ځل زندان ته واچول شو.

نوموړی وايي چې د جهانزيب کالج د زده کوونکو لپاره د ټرانسپورټ بندوبست نه وو نو دوی بسونه په زوره کالج ته بوتلل چې پوليسو ورباندې مقدمه جوړه کړه او په ۱۹۷۵ز کال د مارچ په میاشت کې يې ونيولی.

هغه او ملګري يې درې مياشتې وروسته له زندانه را خلاص شول.

دا هم وګورئ: 'په سوات کې د کار سړي وژل کېږي'

مختار يوسفزی اوس د ژوند په هغه پړاو کې وو چې سياسي پوهه يې زياته شوې وه.

د خپل فعاليت له وجې د مزدرو کسان پارټۍ له مهمو غړو څخه وو او په دې ورځو کې دې ګوند په ټوله صوبه کې د خانانو خلاف کسانی تحريک چلاوه.

خو په دې دوران کې په ۱۹۷۷م کال کې جنرال ضياء الحق د ذوالفقار علي بوټو حکومت په ختمولو سره مارشل لا ولګوله.

بشپړه خپرونه دلته واورئ

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

سخت تشدد مختار يوسفزی اړ اېست چې په پوليسو ځان و وژني

مزدور کسان پارټۍ د مارشل لا مخالفت وکړ چې په نتيجه کې يې د مختار يوسفزي په ګډون د دې ګوند او نورو پارټيانو لوی شمېر غړي او مشران ونيول شو.

مختار يوسفزي دا ځل شپږ مياشتې په زندان کې تېرې کړې خو چې راووت هم نو په کښېنناست او د مارشل لا ضد يې مبارزې ته دوام ورکړ.

دوی به د "سحر" په نوم يوه رساله چاپوله چې پکې د مارشل لا ضد ليکنې کېدې.

پوليسو د هغه پر کور چاپه ووهله او د سحر مجلې ترڅنګ يې ځینې نور کتابونه له ځان سره يووړل.

مختار يوسفزی بيا ګرفتار شو چې دا د نوموړي د سياسي ژوند تر ټولو تريخ بند وو.

مختار يوسفزی دا وخت د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ مرستيال مشر دی.

د ده په وينا، په بالاحصار کلا، ورسک، بونېر او د مينګورې په ټارچر سيلونو (د ځورونې خونې) کې ورباندې سخت تشدد وشو.

هغه وايي چې تشدد د برداشتولو نه وو:

"دومره وهل شوی وم چې پښې مې پړسېدلې وې، ټول وجود مې پرهر پرهر وو. ۳۲ ورځې په يوه جوړه جامو کې تېرې کړې وې، جامې مې په وينو سرې وې او د پيپ (نو) له وجې پر بدن نغښتې وې. په وړوکې کوټه کې ساتل شوی وم چې پکې غټ بلب لګول شوی وو او ټوله شپه به يې خوب ته نه پرېښودم."

پر مختار يوسفزي تشدد دومره زيات شو چې فکر يې وکړ چې څنګه پوليس والا وپاروي چې و يې وژني.

داسې اوازې وې چې له مختار يوسفزي څخه يې سترګې ایستلي دي، زما مور به هر وخت ژړل، پوځيان به تل، راتلل او ماشومان به يې ځغلول، په کور کې به يې تلاشيانې کولې.
بخت بينا (د مختار يوسفزي خور)

دی وايي: "ما دېوال ته ډډه وهلې وه چې پوليس والا ګوزار راباندې وکړ او ویې ويل چې دا د خوب ځای نه دی. زه دومره تنګ شوی وم چې مرګ مې بهتر ګڼه نو ما پوليس والا ته ځکه ښکنځلې وکړې چې و مې وژني او نور له دې تکليفه خلاص شم خو هغه د ښکنځلو تر اورېدو وروسته له کوټې ووت."

مختار يوسفزي په ټارچر سېلونو کې له تشدد سره مخامخ وو خو هلته يې کورنۍ دی په لادرکه کسانو کې شمېرلی او شپه ورځ يې په لټون ول. د نوموړي شاوخوا پنځه اويا کلنې مشرې خور بخت بينا مشال راډیو ته وويل:

"داسې اوازې وې چې له مختار يوسفزي څخه يې سترګې ایستلي دي، زما مور به هر وخت ژړل، پوځيان به تل، راتلل او ماشومان به يې ځغلول، په کور کې به يې تلاشيانې کولې او د اوړو په بوجيو به يې سومبې منډلې او کتابونه به يې لټول."

وروسته مختار يوسفزی له ټارچر سېلونو څخه د درې مياشتو لپاره جېل ته واستول شو او له دې پس د مېنګورې عدالت په ضمانت خوشې کړ.

خو هغه بيا هم د جنرال ضياوالحق د مارشل لا ضد مبارزې ته دوام ورکړ او بيا ونيول شو.

دا ځل تر ۱۲ ورځو پورې ورباندې تشدد وشو خو وايي چې د تېر په شان وهل ټکول نه ول.

ما دېوال ته ډډه وهلې وه چې پوليس والا ګوزار راباندې وکړ او ویې ويل چې دا د خوب ځای نه دی. زه دومره تنګ شوی وم چې مرګ مې بهتر ګڼلی نو پوليس والا ته مې ځکه ښکنځلې وکړې چې و مې وژني او نور له دې تکليفه خلاص شم.
مختار يوسفزی

په ۱۹۸۱م کال کې د جنرال ضياء الحق خلاف د جمهوريت بحالۍ تحریک (اېم ار ډي) په نوم د سياسي ګوندونو يو اتحاد جوړ شو.

مزدرو کسان پارټۍ يې هم د دې اتحاد برخه وه.

مختار يوسفزي د ګوند له خوا په دې تحريک کې برخه واخیسته خو د ګوند حکم وو چې ګرفتاري به نه ورکوي.

د جنرال ضياء الحق مارشل لا ختمه شوه، جمهوري حکومتونه جوړ شول خو په ۱۹۹۹ کې جنرال مشرف د نوازشريف حکومت ختم کړ او مارشل لا يې ولګوله.

مختار يوسفزي د دې خلاف بيا مبارزه پیل کړه خو پر ۲۰۰۱م پر امریکا د ۱۱م سېپټېمبر بریدونو وروسته په افغانستان کې امريکا د طالبانو حکومت ړنګ کړ او په پاکستان کې ترهګرۍ او سختدریځي سر راپورته کړ.

وسله والو طالبانو سوات ونيو او مختار يوسفزی د وسله والو ضد ولس منظمول پیل کړل او طالبانو هغه ته د زيان رسولو کوشش وکړ.

يادونه: د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ د مرستيال مشر مختار خان يوسفزي د مبارزې کیسه د مشال راډیو د ځانګړې خپرونې جمهوري غږونو د لړۍ برخه ده. په ليکنه کې د پېښو په اړه مالومات مختار يوسفزي ورکړي دي چې مشال راډيو يې په سرکاري توګه تصديق ونکړای شو.