پاکستان کې اپوزېشن ګوندونه ولې یووالی نه ښيي؟

د پاکستان قومي اسمبلۍ

پراګ - د پاکستان په پارلمان کې د اپوزېشن ګوندونه یو پلو واکمن تحریک انصاف د اسټبلشمنټ لاسپوڅی او پر هغوی تور پورې کوي چې د درغلیو په نتیجه کې واک ته رسېدلي بل پلو د هم دې حکومت پرضد په یوه خوله نه دي.

چې کله د ۲۰۱۸م کال د جولايي پر ۲۵مه تحریک انصاف انتخابات وګټل نو اپوزېشن ګوندونو یې له منلو انکار وکړ او په شریکه یې په انتخاباتو کې د مبینه درغلیو پرضد داحتجاج کولو هوډ وښود خو بیا یې یو بل ته لاس ورنکړ.

اوس پوښتنه دا ده چې اسمټبلشمنټ ډېر قوي دی او که نه په اپوزېشن کې په خپله داسې کمزورۍ شته چې یووالي ته یې نه پرېږدي؟

جمعیت علما اسلام اعلان کړی دی چې په اکتوبر کې به د دوی په وینا ، د حکومت ړنګولو لپاره په اسلام اباد کې احتجاج کوي خو د دې لپاره یې نېټه لا نده اعلان کړې.

مسلم لیګ نواز ویلي چې دوی به د سېپټېمبر پر ۳۰مه پرېکړه کوي چې په دې احتجاج کې ګډون وکړي او که نه.

پیپلز ګوند غوښتنه کړې ده چې د دې احتجاج د څرنګوالي په اړه باید لومړی په یو ګڼ ګوندیزه غونډه کې بحث وشي.

د اپوزېشن ګوندونه په داسې وخت کې وېشلي ښکاري چې د زیاترو مهم مشران د درغلیو په بېلا بېلو داسې مقدمو کې نیول شوي چې دوي یې د اسټبلشمنټ په اشارهسیاسي انتقام اخیسته بولي.

خو واکمن تحریک انصاف دا تور ردوي او وايي چې دا د احتساب ادارې او عدالتونو کار دی او د دوی په وینا ، هغه په مکمله توګه خپلواک دي.

اوس پوښتنه دا ده چې د سیاسي چارو پوهان په ملک کې د اسټبلشمنټ او اپوزېشن ګوندونو ترمنځ د طاقت توازن ته څنګه ګوري؟

ډاکټر عبدالشکور اسټبلشمنټ تر اپوزېشن قوي بولي او د هغه لپاره دا دلیل وړاندې کوي.

"هغه اپوزېشن د حکومت وخت خلاف پرېکنده تحریک چلولای شي چې اسټبلشمنټ یې تر شا ولاړ وي. دا اوس چې مولانا فضل الرحمان کوم احتجاج اعلان کړی دی ، داسې ښکاري چې تر هغه وړاندې څه معامله وشي او که ونه شوه نو ښکاري داسې چې د مولانا صاحب دا احتجاج به هم څه ګټه ونه کړي"

د سیاسي چارو بل کار پوه ډاکټر درویش اپرېدی مسلم لیګ نون او پپلز ګوند ته په اشاره وايي، په پاکستان کې د اپوزېشن لوی ګوندونه په څرګنده توګه له اسټبلشمنټ سره ډغرې وهلو ته زړه نا زړه ښکاري.

"داسې ښکاري چې د اپوزېشن دا دوه لوی ګوندونه اوس داسې اراده نه لري چې د پوځ واکۍ پر وړاندې ودرېږي. نو زما په خیال خو اپوزېشن لا تر اوسه هغه توان په ځان کې نه ویني او یا یې هغه زړه نه دی پیدا کړی چې اسټبلشمنټ ته په مخ کې ودرېږي او هغه پرشا کړي"

په پاکستان کې به پخوا په خاصه توګه پښتون، بلوڅ او سیندي ملتپالو مشرانو پوځ په سیاست کې په لاسوهنه تورنولی خو اوس د ملک نور ګوندونه هم دا دریځ لري.

خو پوځ په وار وار ویلي چې دوی د ملک آیین او پارلمان ته احترام لري او په سیاست کې یې د لاسوهنې خبرې ریښتیا نه ده.