سختدریځي څنګه په پاکستان او منځني ختیځ کې دود شوه؟

د نړۍ په بېلا بېلو ډلو کې سختدریځي څنګه پیدا کېږي؟ د سختدریځۍ لاملونه څه دي؟ ځېنې ډلې تاوتریخوالی ولې کاروي او په ډلو کې بدلونونه څنګه راځي؟ دا پوښتنې او په پاکستان او منځني ختیځ کې د سختدریځه افکارو پر دودېدو مو هم بحث کړی دی.

د کاناډا د یارک پوهنتون د اسیايي مطالعاتو د مرکز څېړونکی ایاز ملک وايي، اکثر داسې وشي چې دوه ډلې چې د یو بل پر ضد سخت افکار لري نو پکې یې دواړه ملامتې او پړې بلل کېږي.

دی وايي، د پاکستان په تناظر کې د اهل تشیع او سنیانو ترمنځ تاوتریخوالي ته په کتو، پر دواړو ډلو مساوي ذمه واري اچول ناسم عمل دی ځکه چې په پاکستان کې سختدریځي یو تاریخ لري چې له ریاستي تګلارو او د افغانستان له حالاتو سره تړلې ده:

"اهل تشیع ته چې وینو نو هغه یو اقلیتي ډله ده. په دې صورت کې د مسوولیت یا ذمه وارۍ موضوع مهمه ده چې پړه پر چا اچول په کار ده؟ نو دلته د تاوتریخوالي لپاره سنیان ملامت دي ځکه چې هغوی اکثریت دي او شیعه ګان لږکي دي. دویم، سني سختدریځه ډلې خو له اسمانه نه وې راکوزې شوې!! تاسې له ټولې کیسې خبر یاست چې په ۱۹۸۰ز لسیزه کې د جهاد پروژه پیل شو چې په سعودي تېلو، امریکايي ډالرو او د نشه يي موادو د قاچاق په پیسو چلېده. په هغه وخت کې له ګردې نړۍ څخه سني او وهابي سختدریځي راوستل شول او د پاکستان او افغانستان پر پوله یې ځای پر ځای کړل. په هم هغه وخت کې پر اهل تشیع بریدونه پیل شول، په ۱۹۸۰ز لسیزه کې د پاړه چنار تاوتریخوالی خو موږ ټولو ته یاد دی. نو شرایطو او حالاتو ته له کتو پرته پر دواړو ډلو مساوي پړه اچول سم نه دي ځکه چې د ډلو د واک او قوت خپل محرکات وي."

د ټولنیزې شبکې او سختدریځي تېرې خپرونې

سختدریځي څه ته وايي؟

سختدریځي څومره بڼې او اشکال لري؟

سختدریځه ډلې څنګه دیني عقاید کاروي؟

د سختدریځه ډلې پېژندنه

نو دا به څنګه معلومېږي چې یوه ډله د سختدریځۍ لوري ته ځي یا یوه ډله دې سختدریځه وبلل شي؟

د ډېنمارک د نړیوالو مطالعاتو مرکز څېړونکې هېلې مالموېګ وايي، د شنونکو او څېړونکو لپاره دا خورا ګران کار دی خو نوموړې وايي، خلک باید د هرې ډلې نظریې او تاریخي حالاتو ته وویني:

"خلک یې باید نظریو، بیانونو او د ځان په اړه لیکلو یا ویلو خبرو ته وګوري. تر دې وروسته باید خلک هغو حالاتو او شرایطو ته وګوري چې پکې دا ډلې فعالیت کوي او دا هم وویني چې څوک په نښه کوي. نو تاریخ، حالات او په ځانګړي توګه دولت یا ریاست په دې ډول شننه کې مهم رول لري. لکه، که تاسې غواړئ چې په عراق او شام کې پر اسلامي دولت ډلې ځان پوه کړئ نو لږ تر لږه باید تر ۲۰۰۳ز کال پورې شا ته ولاړ شئ ځکه هغه وخت پر عراق حمله وشوه، ټول نظام ړنګ شو او بیا چې نوی نظام جوړېده نو سنیان له سیاسي واکه لرې وساتل شول. تاسې باید دا هم ووینئ چې هغه مهال په عراق کې د القاعدې یوه وړه ډله جوړه شوه چې وروسته ورڅخه اسلامي دولت ډله جوړه شوه. نو پر سیاسي سیاق او تاریخ پوهېدل اړین دي."

بشپړه غږیزه خپرونه دلته واورئ

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

ډلې څنګه سختدریخه کېږي؟


بلوڅ بېلتونپالې ډلې او سختدریځي

خو په پاکستان کې یوازې مذهبي ډلې نه دي بلکې له لسیزو راهیسې پکې بلوڅ بېلتونپالې ډلې هم فعاله دي.

دې ډلو اکثر پر پنجابیو کارګرانو او مزدورانو د حملو ذمه وارئ منلې دي او پر امنیتي سرتېرو یې هم بریدونه کړي.

ایا بلوڅ بېلتونپالې ډلې هم سختدریځه دي او که څنګه؟ د لندن د ختیځ او افریقايي مطالعاتو پوهنتون څېړونکې عایشه صدیقه وايي، بلوڅ بېلتونپاله وسله والو ډلو ته د سختدریځه نوم نشي ورکولای خو د هغوی بریدونه سیاسي تاوتریخوالی بلل کېږي:

"هغه سختدریځي نه ده بلکې سیاسي تاوتریخوالی دی. کله چې په ټول سیاسي نظام کې داسې موقع او ځای پاتې نشي چې تاسې د خپلو ګټو خوندیتوب لپاره مذاکرات وکړئ، نو بیا ځینې ډلې تشدد کوي. پاکستان او هندوستان دواړه وفاقي دولتونه یا ریاستونه دي. په وفاقي جوړښت کې خبرې اترې اکثر کېږي. خو زموږ وفاق (یا دولت) یې اجازه نه ورکوي. همدا وجه وه چې مشرقي پاکستان بېل شو، کورنۍ جګړه وشوه. په بلوچستان کې هم خلک اوس د خپل حق لپاره جنګېږي. خو زه د بلوڅانو له طریقې سره همنظره نه یم. زه اکثر پر هغوی انتقاد کوم او ورته وایم چې که تاسې له یوه غورځنګه سیاست وباسئ او یوازې سختو طریقو ته پکې ځای ورکړئ نو هېچا ته یې ګټه نه رسي. او زما په نظر بلوڅانو ته یې خاص ګټه نه ده رسېدلې."

په پاکستان کې د سختدریځۍ دودېدو لاملونه

په پاکستان کې له تېرې شاوخوا یوې نیمې لسیزې راهیسې ګڼ وسله وال بریدونه شوي چې ذمه وارئ یې بېلا بېلو ډلو منلې دي.

په هغه هېواد کې د سختدریځه افکارو او ډلو پیدا کېدو لاملونه څه دي؟

په ۱۹۷۰ز لسیزه کې چې پخوانی جنرال ضیاالحق واکمن شو نو هغه د اسلام تصور پوځي کړ. ورسره، د افغانستان د جهاد پروژه ملګرې شوه. نو دې ټولو عواملو په پاکستان کې سختدریځي دود کړه.
ایاز ملک

ایاز ملک په ۱۹۸۰ز لسیزه کې په افغانستان کې د پخواني شوروي اتحاد پر ضد له جګړې پرته یو مهم دلیل دا هم ورکوي چې په پاکستان کې د دولت او ولس ترمنځ تعلق د ځواک پر کارولو او کمزوري بنسټ ولاړ دی:

"په پاکستان کې واکمنې طبقې او یا د واکمنو او بانفوذه طبقو اتحاد او ریاست له ولس سره تعلق پر سرسري بنیادونو ولاړ دی. هېڅ دایمي واکمنې طبقې یا د بانفوذه طبقو مجموعې تر اوسه دې ته تیار نه دي چې ولس ته رعایت ورکړي او ورته ریښتینې ګټه ورسوي. دا طبقې په زور خپله غلبه ساتل غواړي. موږ په سیاسي علومو کې د غلبې یا هېجېمني (Hegemony) تصور کاروو. واکمنه طبقه چې هر کله د خپلې غلبې د دوام هڅې کوي نو د دې لپاره باید ولس ته او بې وزلو طبقو ته ځینې رعایتونه ورکړي. دا رعایتونه مادي، اقتصادي او د سیاسي حقونو په بڼو وي. خو په پاکستان کې له پیل راهیسې واکمنو طبقو ولس ته دا رعایتونه نه دي ورکړي. یو مثال یې په ۱۹۷۱ز کال کې د مشرقي پاکستان جلا کېدل او د بنګلادېش جوړېدل دي. دلته واکمنې طبقې د زور په کارولو او د یوې ځانګړې نظریې پر اساس پر ولس غلبه ساتلې چې دا ډېر کمزوری بنیاد دی. دلته د واکمنو او ولس تعلق او پر خلکو د غلبې لپاره د اسلام یوه جلا او ځانګړې تشریح کارېږي، پوځي نظریه عملي کېږي او خلکو ته له وطن سره د مینې خاص انداز ښوول کېږي."

ایاز ملک همداراز زیاتوي چې د ۱۹۷۰ز لسیزې په پای کې د یو خاص اسلام نظریه عملي شوه چې د سختدریځۍ فکر یې دود کړ:

"په ۱۹۷۰ز لسیزه کې چې پخوانی جنرال ضیاالحق واکمن شو نو هغه د اسلام تصور پوځي کړ. ورسره لکه مخکې چې ما وویل، د افغانستان د جهاد پروژه ملګرې شوه. نو دې ټولو عواملو په پاکستان کې سختدریځي دود کړه."

په افکارو او نظریاتو کې د بدلون بهیر

خو هېلې مالموېګ وايي، ډلې د وخت او حالاتو له پړاوونو تېرېږي او په خپل فکر او عمل کې بدلونونه راولي.

نوموړې د منځني ختیځ د ډلو مثال ورکوي او وايي، دا مثال د افغانستان او پاکستان پر ډلو هم تطبیقېدای یا لاګو کېدای شي:

"د مثال په توګه، د اسلامي دولت ډلې او حزب الله ترمنځ خورا لوی توپیر دی. اسلامي دولت ډله د ترهې خپرولو لپاره رسا ولسي وګړي په نښه کوي. هغوی عربان، مسلمانان او غرب ټول په نښه کوي. دې ډلې د اسلامي خلافت په نوم یو نوی نظام جوړول غوښتل. خو که حزب الله ته وګورې او تاریخ یې ولولې نو پر جنوبي لبنان د اسراییلو د قبضې ضد یې هلې ځلې پیل کړې وې. په پیل کې حزب الله هم خلک او غربیان تښتول، وژل او تاوتریخوالی یې کاوه. خو وروسته یې د سیاسي ګوند بڼه واخیسته او اوس په لبنان کې د دولت دننه ریاست یا بل دولت په توګه ښکاري. همدا خبره د طالبانو په اړه هم کولای شو. نو غورځنګونه بدلېږي. په داخلي توګه هم بدلېږي او په خارجي توګه هم. لکه د فلسطین د ازادۍ سازمان او فتح یو مهال ترهګر بلل کېدل، خو وروسته یې له غرب او اسراییلو دواړو سره سوله وکړه او ځان یې بدل کړ."

د بحث لنډیز

لوستونکو د ټولنیزې شبکې او سختدریځي خپرونې په څلورمه برخه کې خبر شوئ چې په ډلو کې سختدریځه افکار څنګه موندلای شو او دا چې ولې ځینې ډلې د سختدریځۍ او تاوتریخوالي لوري ته ځي؟

پوهان وايي، په پاکستان کې د سختدریځۍ د افکارو دودېدو یو لامل د افغانستان اوږدمهاله جګړه او بل یې په پاکستان کې د دولت له خوا د ولس پر ضد د ځواک کارول دي.

تاسې له دې هم خبر شوئ چې په ټولنیزو او سیاسي حالاتو کې بدلونونه اکثر ډلې هم بدلون راوستو ته اړ باسي او دا چې ضروري نه ده چې یوه ډله دې تل سختدریځه وي او له تاوتریخوالي دې کار اخلي بلکې د منځني ختیځ مثالونه ښيي چې ډلې له سختدریځۍ څخه واوښتې او د سیاسي ګوندونو په بڼه څرګندې شوې.

دا وو نننی بحث، راتلونکې اوونۍ به یې نور وغځوو، تر بیا مو په مخه ښه.