کشمیر کې زلزلې پښتانه هم اغېزمن کړي

د پاکستان تر انتظام لاندې کشمیر زلزلې خلکو کې ځاني او مالي زیانونه اړولي.

په کشمير کې شوې زلزلې له وجې د صوابۍ د يوې کورنۍ څلور غړي هم ژوبل شوي دي.

د پاکستان تر انتظام لاندې د کشمیر د مير پور ضلعې په ډسټرکټ هېډ کوارټر روغتون کې دا وخت ۸۳ ژوبل کسان داخل دي چې علاج يې روان دی.

په ژوبلو کسانو کې د صوابۍ له امبار سيمې سره تعلق لرونکي د يوې کورنۍ څلور غړي هم شامل دي.

په دغو کې پنځه کلنه کاينات، د هغې مور، پلار او يو ورور هم شامل دي چې د سېپټمبر ۲۴مه راغلې زلزلې له وجې ژوبل شوي دي.

د کاينات علاج دا وخت د پاکستان تر انتظام لاندې د کشمير د ميرپور ضلعې په ډسټرکټ هېډ کوارټر روغتون روان دې خو ډاکټران وايي چې نوموړې د نور علاج لپاره لاهور ته منتقل کوي ځکه چې هلته د سهولياتو د کمي له وجې د کاينات نور علاج ممکن نه دی.

د کاينات تره محمد طارق چې له صوابۍ ورغلی وايي، د زلزلې پر وخت ورور ورېندار او د هغوی پنځه بچي په کور کې وو چې کمره پرې پريوته. درې وريرونه يې محفوظ پاتې شول خو کاينات د هغې ورور دانيال، پلار محمد فاروق او مور يې ژوبل شول.

د کاينات علاج کوونکي ډاکټر محمد شهباز وايي، د کور د چت د پريوتو له وجې د نوموړې زړه ته زور رسيدلی. هغه وايي، اوس د کاينات حالت ښه دی خو دوی غواړي چې د ماشومې مکمل علاج وشي نو ځکه يې لاهور ته لېږي.

د کاينات مور ثوبيه بي بي چې د خپل خاوند او بچو سره د پل منډا يونين کونسل په بني سيمه کې اوسېږي وايي، د زلزلې له وجې يې هرڅه تباه شول او له زلزلې وروسته يې لور نه ده کتلې چې په کوم حال کې ده.

د مير پور ډسټرکټ روغتون مشر ډاکټر فاروق احمد نور مشال راډيو ته وويل، د کاينات په ګډون ځينې نور ژوبل کسان به د ملک نورو لويو روغتونونو ته منتقل کوي او هغلته به يې مفت علاج کېږي.

د نوموړي وينا وه چې دا وخت ۸۳ ژوبل کسان په روغتون کې داخل دي او علاج يې روان دی.

"له زلزلې وروسته روغتون ته ۲۲۴ ژوبل کسان راوړلی شول چې پکې ۱۳ په حق ورسېدل او د ۱۱۲ کسانو پټۍ کولو وروسته هغوی مو کورونو ته ولېږل او ۱۶ ژوبل کسان مو د منګلا سيمې سي اېم اېچ روغتون ته منتقل کړي دي."

د سېپټمبر پر۲۴مه د پاکستان په بېلا بېلو برخو او د ياد ملک تر انتظام لاندې کشمير په مير پور بمبر او کوټلي ضلعو کې زلزله راغلې وه چې تر ټولو زيات زیان يې مير پور ضلعې ته رسولی دی.

د زلزلې له وجې د يادې ضلعې جاتلا سيمې ته د تلوونکي عمومي سړک ۱۴ کیلو ميټره برخه ځای پر ځای متاثره شوې ده.

بلخوا د کشمير د قدرتي افتونو سمبالولو اداره (اېس ډي اېم اې) وايي زلزلې له وجې ۱۶۰۰ زيات کورونه په مکمله توګه او ۷۰۰۰ زيات په جزوي توګه متاثره شوي دي او په راتلونکي ۲ ورځو کې به د زیانونو مکمل تفصيل رسنيو سره شريک کړي.