ملک عباس رحمان وايي، د خدمت لپاره اسمبلۍ ته تللی

د مشال مرکې پاڼه کې درته هرکلی وایو. د دې اوونۍ په مشال مرکه کې د خېبر پښتونخوا د ۱۰۴مې (مومندو) حلقې څخه د نوي منتخب شوي غړي ملک عباس رحمان سره غږېدلي یو.

نوموړی د مومندو د حلیمزو سیمې اوسېدونکی او د یوې سیاسي کورنۍ غړی دی. د هغوی په کورنۍ کې تر دې وړاندې هم د پاکستان د قامۍ اسمبلۍ او سېنېټ غړي تېر شوي دي.

هغه وايي:

"د پلار او نیکه له وختونو راهېسې زموږ کورنۍ په سیاست کې ده. د انګریزانو له زمانې راهېسې موږ په دې لاره روان یو."

ملک عباس رحمان وايي، اوس چې قبایلي سیمې په خیبر پښتونخوا صوبه کې شاملې کړل شوي او دوی ته د خدمت موقع خدای ورکړېده نو دوی به هڅه کوي چې د خلکو د ستونزو د هوارۍ لپاره کار وکړي.

د نوموړي سره د مشال مرکه دلته اورېدلی شئ:

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

ملک عباس رحمان سره مشال مرکه