پر کشمير د عمران خان دريځ، د پيپلزپارټۍ نيوکې، د مسلم ليګ نواز ملاتړ

د پاکستان وزيراعظم د ملګري ملتونو عمومي اسمبلۍ ته د وين پر مهال

د پاکستان وزيراعظم د امريکا له سفره هېواد ته له ستنېدو سره سم ويلي چې کشميريان به خپلواکي ګټي.

عمران خان د سېپټمبر پر ۲۹ مه نېټه اسلام اباد ته ورسېد چې پر هوايي ډګر يې د ګوند غړو هرکلی وکړ.

نوموړي تردې وړاندې هم د بېلا بېلو هېوادونو سفرونه کړي خو دا لومړۍ ځل دی چې د ګوند په سلګونو غړي يې د هرکلي لپاره هوايي ډګر ته ورغلي ول.

عمران خان چې له هوايي ډګر راووت نو پلويانو يې په حق کې شعارونه ورکړل.

عمران خان مخکې هم د بېلا بېلو هېوادونو سفرونه کړي خو دا لومړۍ ځل دی چې د ګوند په سلګونو غړي يې د هرکلي لپاره هوايي ډګر ته ورغلي ول.

د نوموړي هرکلۍ ځکه کېږي چې هغه د سېپټمبر پر ۲۷ مه نېټه د ملګري ملتونو عمومي اسمبلۍ غونډې ته په وينا کې د نورو موضوعاتو ترڅنګ د هند تر انتظام کشمير کې د بشري حقونو د مبينه سرغړونو موضوع هم راپورته کړې وه.

عمران خان پر هوايي ډګر د ګوند غړو ته وينا وکړه او وې ویل چې کشميريان به ازادي ګټي.

په عمومي اسمبلۍ کې هغه هڅه کړې وه چې د کشمير پر موضوع د نړۍ ملاتړ ترلاسه کړي خو نوموړي په وينا کې وويل، که نړۍ له کشميريانو سره اودرېږي او که نه پاکستان به ورسره ولاړ وي.

که يو خوا پر هوايي ډګر د ملګري ملتونو عمومي اسمبلۍ ته د عمران خان د وينا د ستاينې لپاره د تحريک انصاف ګوند په سلګونو غړي د هغه هرکلي ورغلي ول خو بل لور ته د سيند صوبې په جامشورو کې د اپوزيشن ګوند پيپلز پارټۍ مشر بلاول بوټو د عمران خان پر کړې وينا نيوکې وکړې.

بلاول بوټو د سېپټمبر پر ۲۹ مه نېټه په سېهون کې خبريالانو ته وويل چې ملګري ملتونو ته د عمران خان وينا بايد ټوله د کشمير پر موضوع څرخېدلای.

هغه زياته کړه چې ځینې خبريالان د پروپاګنډ په توګه د عمران خان د وينا بې ځایه ستاينه کوي.

ملګري ملتونو ته د عمران خان وينا بايد ټوله د کشمير پر موضوع څرخېدلای.
بلاول بوټو زرداري

بلاول بوټو زياته کړه، په وينا کې وزيراعظم بايد ټولې خبرې د کشميريانو د جمهوري حقونو او هغوي ته د ټولپوښتنې د حق ورکولو په اړه وای.

نوموړي وويل، پکار وه په وينا کې پر ټولې نړۍ ټينګار شوی وای چې کشمير يوه لانجمنه سيمه ده خو د بلاول بوټو په وينا، عمران خان دا خبره ونکړه چې دده په خبره له دې سره ځینې خلک فکر کوي چې عمران خان د کشمير اوسنۍ حېثېت منلی دی چې دده په وينا دا يوه معامله ده چې پاکستانيان يې نشي زغملای.

خو د بلاول بوټو زرداري برعکس د اپوزيشن بل ګوند د مسلم ليګ نواز مشر شهباز شريف د کشمير پر موضوع د حکومتي دريځ حمايت اعلان کړی.

نوموړي د سېپټمبر پر ۲۹ مه نېټه پر ټويټر وليکل چې کله د کشمير خبره راشي نو حکومت او اپوزيشن د غره په شان له يو بل سره ټينګ ولاړ وي.

د روان کال د اګست پر پنځمه نېټه د نريندر مودي په مشرۍ د هند حکومت تر خپل انتظام لاندې کشمير نيمه خپلواله حېثېت ختم کړی وو.

چې کله د کشمير خبره راشي نو حکومت او اپوزيشن د غره په شان له يو بل سره ټينګ ولاړ وي.
شهباز شزيف

پاکستان ددې ګام غندنه کړې وه او پرضد يې په کورنۍ او نړيواله کچه غږ پورته کړی دی.

خو له دې سره سره د عمران خان پر حکومت د اپوزيشن له خوا فشار زيات شوی چې په خبره يې هغه په دې اړه پټه معامله کړې ده خو د عمران خان حکومت دا تورونه ردوي.