ازادي مارچ کې ګډون کوو: مسلم لیګ ن او پیپلز ګوند

د اپوزیشن مشران په اسلام اباد کې: ۲۰۱۹، ۱۹م اګست

پاکستان مسلم ليګ ن او پاکستان پيپلز ګوند د جميعت علمای اسلام ف ډلې کيدونکي ازادي مارچ کې شرکت په کولو رضامندي ښکاره کړي ده.

د اکتوبر په ړومبۍ نيټه د پاکستان مسلم ليګ ن صدر شهباز شريف په بلنه د پاکستان پيپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري ورسره د پلاوي په کچ په اسلام اباد کې ملاقات وکړو او دواړو مشرانو د ملک په روانو حالاتو او مولانا فضل الرحمن لخوا کېدونکي ازادي مارج په باب خبرې وکړې.

تر ملاقات وروستو د پاکستان مسلم ليګ ن پارليماني استازي احسن اقبال او د پيپلز ګوند سېنېټرې شيري رحمن رسنيو ته وويل د دواړو ګوندونو مشران به د ازادي مارچ په هکله له مولانا فضل الرحمن سره ويني او د اکتوبر پرځای په نومبر کې د ازادۍ مارچ په کولو به يې راضي کوي.

د احسن اقبال وينا وه دواړه ګوندونه دا ګڼي چې د ملک ښه راتلونکي او ولس بهترۍ لپاره موجوده حکومت کور ته ليږل ضروري شوی دی.

د نوموړي وینا وه چې اپوزيشن ګوندونه په ګډه سره د دې حکومت پرضد جدوجهد په چلولو متفق دي: (موږ به د خپل اتحاد له لارې ولس له دې حکومته خلاصوو او موږ په دې خبره هم اتفاق وکړ چې د جميعت علمای اسلام ف ډلې مشرولۍ سره په شريکه د دې حکومت پرضد تګلاره جوړول پکار ده نو په دې لړ کې د پيپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري او د مسلم ليګ ن يو پلاوی به له مولانا فضل الرحمن سره ويني او په راتلونکې کې په ګډه سره چې به کوم جدوجهد کوو نو د هغې پر تفصيلاتو به ورسره خبرې کوو.)

احسن اقبال د سېپټمبر پر ۳۰ مه په اسلام اباد کې خبري غونډې پرمهال جميعت علمای اسلام ته وړانديز کړې و چې حکومت پرضد کونکي ازادي مارچ نېټه دې وځنډوي ځکه چې د ګوند زياتره غړي يې پر دې سلا دي چې مارچ دې د اکتوبر پرځای په نومبر کې وشي چې کارکنان يې له پوره تيارۍ سره پکې ګډون وکړي.

د ذکر ده چې جميعت علمای اسلام اعلان کړی چې د اکتوبر مياشتې په پای کې به د عمران خان په مشرۍ حکومت پرضد په اسلام اباد کې مارچ کوي.

له رسنيو سره په خبرو کې سېنېټر شيري رحمن وويل د حکومت پرضد تحريک چلولو لپاره د اپوزيشن ګوندونو د مشرانو غونډه په رابللو اتفاق شوی دی.

د نوموړې وينا وه: (د پاکستان ولس دا وخت تر مشکل امتحانه تېرېږي په ملک کې ورځ پرورځ په ګرانۍ کې اضافه روانه ده. داوخت په درسته نړۍ کې د تېلو نرخونو راکم کړل شو خو حکومت ولس ته اسانتياوې ورکولو پرځای زيات نه زيات بوج پرې اچوي نو موږ فیصله کړې چې دوی له کومه ځايه راغلي نو واپس به يې هم هلته لېږو.)

د پاکستان مسلم ليګ ن په ګډون نور اپوزيشن ګوندونه تور پورې کوي چې د تېر کال په جولايي مياشت کې شویو ټولټاکنو کې درغلي شوې وه خو اليکشن کمیشن او حکومت دواړو دا تورونه رد کړي او ويلي دي چې انتخابات پاک او صاف شوي دي.

د دې ترڅنګ اپوزيشن ګوندونه د حکومت پر پاليسيو هم نيوکې کوي چې اقتصاد يې خراب کړی خو حکومت بيا وايي اقتصادي اصلاحات راولي او دغه معاشي ستونزې ورته له تېرو حکومتونو په ميراث کې پاتې دي.

د وزيراعظم اطلاعاتو سلاکارې فردوس عاشق اعوان تېره اونۍ رسنيو ته ويلي ول چې اپوزيشن د ملک ښه راتلونکي لپاره نه بلکې د خپلو درغلیو پټولو او ځان له سزا ژغورلو لپاره احتجاجي مظاهرې او مارچ کولو دړکې ورکوي.