سختدریځي څنګه موخو ته د رسېدو لپاره جعلي معلومات کاروي؟

ځینې ډلې په څه طریقو مذهبي افکار او عقاید د سیاسي موخو لپاره استعمالوي؟ پر ولسي وګړو بریدونه ایا د ډلو مقاصد پوره کولای شي؟ همداراز، جعلي خبرونه څنګه خپرېږي او سختدریځه ډلې د دې ډول خبرونو له لارې څنګه خپل پیغام رسوي؟ په ټولنیزې شبکې او سختدریځي خپرونه کې په تېرو څو کلونو کې د ښي لاسو سختدریځه ډلو د نفوذ پراخېدو په اړه هم معلومات درکوو.

لوستونکو د نننۍ خپرونې تر ټولو لومړۍ پوښتنه، چې له تېرې هغې څخه راپاتې وه، دا ده چې ولې ځینې پوهان د تاوتریخوالي پر کارولو سربېره ځینې ډلې سختدریځه نه بولي.

په دې لړ کې تېره اوونۍ موږ په پاکستان کې د بلوڅ بېلتونپاله ډلو پر فعالیتونو بحث وکړ.

د لندن د ختیځ او افریقايي مطالعاتو څېړونکې ډاکترې عایشې صدیقې په وینا، بلوڅ ډلې سختدریځه نه دي خو سیاسي تاوتریخوالی کاروي.

له نوموړې مې وپوښتل چې که همدا مثال واخلو نو ځینو بلوڅ بېلتونپالو ډلو پر ولسي وګړو لکه له پنجابه ورغلیو مزدورانو هم بریدونه کړي.

د صدیقې په اند، دا ډول بریدونه د غورځنګونو د سیاسي هلو ځلو مخه نیسي:

"هغه بالکل تاوتریخوالی دی. زما په فکر هېڅ سیاسي غورځنګ باید خپلو غړو ته د دې ډول کارونو اجازه ورنکړي. دا د بلوڅانو د غورځنګ تر ټولو لویه ستونزه ده. تاسې هغه مهال د فشار دا ډول طریقې کاروئ چې درسره بله هېڅ لار نه وي پاتې. بلوچستان خو د پاکستان ریاست یوه لویه برخه ده او دا ډېره ضروري ده چې د پاکستان په نورو برخو کې له بلوڅانو سره خواخوږي پیدا شي. نو که عام وګړي وژني نو بیا خو سیاست او سیاسي لارې نشي موندلای."

د ټولنیزې شبکې او سختدریځي تېرې خپرونې

د بلوڅ بېلتونپالو ډلو تاوتریخوالی که سیاسي وي نو ایا د مذهبي سختدریځه ډلو فعالیتونه هم سیاسي وي او که څنګه؟

پوهان وايي، په ۲۰۰۱ز کال کې پر امریکا د القاعدې وسله وال ډلې تر بریدونو او د ترهګرۍ پر ضد د جګړې له پیل راهیسې په یو شمېر هېوادونو کې نوې ډلې جوړې شوې چې نه یوازې یې پر ولسي وګړو، حکومتي کارکوونکو، پوځیانو او حکومتي ودانیو بریدونه کړي، بلکې ورسره یې په ټولنو کې د سیاسي بدلونونو او د خپلې واکمنۍ لپاره هم هڅې کړې دي.

زه چې دلته د مذهب نوم اخلم نو دا د خلکو انفرادي عقاید نه بلکې د دې ډول غورځنګونو او ډلو مذهبي نظریات، فکر او عملونه یادوم.
هېلې مالموېګ

د دوی په خبره، له القاعدې تر اسلامي دولت ډلې پورې ټول مذهبي وسله وال ګروپونه او تر هغې مخکې په منځني ختیځ کې موجودو ځینو ډلو سیاست او مذهبي افکار دومره سره یو ځای کړل چې توپیر یې ګران شي.

د ډېنمارک د نړیوالو مطالعاتو مرکز هېلې مالموېګ وايي، دا ډول ډلې پر یو وخت هم مذهبي وي او هم سیاسي:

"دا ډول ډلې سیاسي او مذهبي دواړه وي. دا سمه ده چې د دې ډلو مقاصد سیاسي دي. د مثال په توګه، اسلامي دولت ډلې نوی دولت یا ریاست غوښت او د دې لپاره یې ریاستي ادارې، وزارتونه او قوانین جوړول غوښتل، تګلارې یې جوړولې او په دې توګه سیاسي وه. دې ډلې یو سیاسي دریځ درلود چې په مذهبي فکر او عقایدو کې یې ژورې ریښې لرلې. همداراز، حزب الله هم یوه سیاسي پروژه ده. حزب الله ډله مذهبي عقاید له سوشلسټو او استعمار ضد نظریاتو سره یو ځای کوي. نو له دې سره ورباندې پوهېدل او شننل یې ډېر ګران شي. ځکه، دا مشکله ده چې موږ بیا په دې ډلو کې دا معلومه کړو چې څه پکې سیاسي او څه یې مذهبي دی. زه چې دلته د مذهب نوم اخلم نو دا د خلکو انفرادي عقاید نه بلکې د دې ډول غورځنګونو او ډلو مذهبي نظریات، فکر او عملونه یادوم."

په تېره څه باندې یوه نیمه لسیزه کې د ترهګرۍ پر ضد د جګړې پر مهال که وسله والې ډلې جوړې شوې، نو هغو ډلو په ځېنو ځایونو کې خلک هم خپلو لیکو ته ورجذب کړل.

بشپړه غږیزه خپرونه دلته واورئ

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

سختدریځه ډلې څنګه د سیاسي موخو لپاره عقاید کاروي؟

همداراز، په تېرو شاوخوا پېنځو کلونو کې په اروپا او امریکا کې هم ځینې ښي لاسې ډلې پیدا شوې او په ټولنه کې یې نفوذ وکړ.

دې ډلو د خپل نفوذ پراخولو او د خلکو ملاتړ تر لاسه کولو لپاره بېلا بېلې طریقې کارولې دي.

موږ به د ټولنیزې شبکې او سختدریځي خپرونې په اوږدو کې پر هغو طریقو هم وغږېږو خو نن ورباندې لنډ بحث کوو.

ناسم خبرونه، معلومات او اغېز یې

شنونکي وايي، دا ډول ډلې اکثر پر جعلي خبرونو او پروپاګند تکیه کوي او خلک ځان ته جذبوي. د دوی په خبره، په تېره یوه لسیزه کې بې بنسټه معلومات، درواغ او جعلي خبرونه په تېزۍ خپاره شوي او د دې یو لامل د انټرنېټ او ټولنیزو شبکو دودېدل دي.

شنونکي وايي، دا ډول ډلې اکثر پر جعلي خبرونو او پروپاګند تکیه کوي او خلک ځان ته جذبوي. د دوی په خبره، په تېره یوه لسیزه کې بې بنسټه معلومات، درواغ او جعلي خبرونه په تېزۍ خپاره شوي او د دې یو لامل د انټرنېټ او ټولنیزو شبکو دودېدل دي.

د جرمني د هایډلبرګ پوهنتون څېړونکی وحید وطنیار وايي، اکثر سختدريځه او ښي لاسې ډلې پر ټولنیزو رسنیو د جعلي خبرونو او درواغ معلوماتو په خپرولو خلک وېروي او ځان ورته د ژغورونکي په توګه ښيي او ملاتړ یې ترلاسه کوي: "که چېرې تاسې په اروپا او غرب کې د دې سختدریځه [ډلو] انکشاف وګورئ [نو درمعلومېږي] چې دوی په څلورو یا پېنځو کلونو کې – البته د ټولنیزو شبکو له لارې لکه فېسبوک او ټوېټر- څومره انکشاف کړی دی. باوجود د دې چې موږ په غرب کې ډېر مضبوط سیاسي جوړښتونه لرو، دوی دلته نه دي توانېدلي چې دا [ډلې] کنټرول کړي."

پخوا به زباني خبرې، له خلکو اورېدلې خبرې خپرېدې. اوسمهال جعلي خبرونه د ټېکنالوژۍ له لارې خپرېږي.
عایشه صدیقه

خو وحید وطنیار زیاتوي په غرب کې د سختدریځه یا ښي لاسو ډلو دودېدل یا تر پارلېمانه رسېدل ښايي دومره تاوان و نه لري ځکه چې هلته پخوانۍ ادارې موجودې دي او هېڅوک له قانون او ایینه ماورا زیات واک یا اختیار نشي لرلای خو د افغانستان په څېر هېوادونو کې د دې ډول ګروپونو نفوذ خطرناکه ځکه وي چې هلته اداري جوړښتونه نشته یا کمزوري دي:

"که تاسې په المان (جرمني) کې وګورئ نو څلور یا پېنځه کاله مخکې چې سختدریځه ډلې د سیاسي هغو په شکل راپیدا شوې اوس په پارلېمان کې مخالف غټ ګوند د هغوی دی. همداراز، که تاسې فرانسې ته وګورئ یا که له اروپا بهر ولاړ شو برازیل ته وګورو یا په اسراییلو کې وګورو، نو دا ټول هغه کسان [او ډلې] دې چې د [ټولنیزو] رسنیو له لارې قدرت ته رسېدلې دي ځکه چې دوی د ټولنې خلک په مختلفو – البته پوچو – افکارو غولولي دي. خو په افغانستان کې د دې [ډلو] هراس لا زیات دی ځکه چې له بده مرغه زموږ په ټولنه کې د سیاسي او ټولنیز پوهاوي کچ ټیټ دی او نور جوړښتونه مو هم تقریباً استوار نه دي."

عایشه صدیقه دا مني چې د درواغو معلومات او خبرونه پر خلکو اغېز لري، خو وايي چې دا کار د ټولنیزو رسنیو له راتګ سره نه دی دود شوی بلکې له پخوا راهیسې د خلکو په ویناګانو او اورېدلو خبرو ولاړ جعلي خبرونه به خپرېدل او خلکو به له یو ځایه بل هغه ته رسول.

نوموړې زیاتوي چې همدا طریقه سختدریځه ډلو د خلکو ګمراه کولو لپاره کارولې:

"جعلي او درواغ خبرونه خو تل ول او خپرېدل. ما ته ښه یاد دي، د دې تقریباً ۱۰ کاله کېږي. [پخوانۍ وزیراعظمه] بېنظیر بوټو چې ووژل شوه او بیا [د پیپلز ګوند حکومت راغی] نو په ۲۰۰۸ز کې یو کس وو، موږ یې پېژنو، هغه راته وویل: ته خبره یې چې بلاول [بوټو زرداري] د [هغه وخت له وزیراعظم] یوسف رضا ګېلاني څخه د جېب خرڅ لپاره یو کروړ روپۍ غوښتې دي. ما ورڅخه وپوښتل چې ته هلته وې چې دا غوښتنه یې کړې وه؟ بیا ورسره ځواب نه وو. دا ډول خبرونه چې څوک یې د خپرولو نیت وکړي، بیا خپرېږي. پخوا به زباني خبرې، له خلکو اورېدلې خبرې خپرېدې. اوسمهال جعلي خبرونه د ټېکنالوژۍ له لارې خپرېږي. خو جعلي خبرونه او له دې لارې د خلکو ګمراه کولو او پر غلطو لارو روانولو عمل ډېر پخوانی دی. اوس دا کار زیات شوی دی او کمېږي نه."

د بحث لنډیز

لوستونکو په نننۍ بحث کې خبر شوئ چې ډېری سختدریځه ډلې تاوتریخوالی، نظریې او مذهبي عقاید خپلو سیاسي موخو ته د رسېدو لپاره کاروي.

تاسې ولوستل چې ځینې ډلې مذهبي او سیاسي افکار دومره سره یو ځای کړي چې د دواړو ترمنځ توپیر ګران شي.

د پوهانو په اند، سختدریځه ډلې اکثر په ټولنه کې د نفوذ تر لاسه کولو لپاره درواغ او جعلي معلومات کاروي او دا چې دا عمل له پخوا راهیسې روان دی.

دا وو نننی بحث، تر راتلونکې اوونۍ مو په مخه ښه.