د ايران تسنيم خبري اژانس راپور ورکړى چې چارواکو په دغه هېواد کې د انسټاګرام مشهوره څېره نيولې ده.
هغه په دې مشهوره وه چې د فلمي لوبغاړې انجلينا جولي غوندې د ښکاره کېدو لپاره يې خپله څېره د پلاستيکي جراحۍ په مرسته ډېره بدله رابدله کړې ده.
تسنيم اژانس وړمه ورځ ناوخته خبر ورکړى چې د ټولنيزې شبکې انسټاګرام دغه پېژندل شوې څېره چې په سحر تبر مشهوره وه، مقدساتو ته د سپکاوي، تاوتريخوالي ته د لمن وهلو او فساد ته د ځوانانو د هڅولو په شمول د جرمونو په تور نيول شوې ده.
د هغې د انسټاګرام حساب ډلېټ کړاى شوى دى.
تبر چې ٢٢ کلنه ده، تېر کال وروسته له هغې په نړيواله سطحه د خبرونو په سرليکونو کې يې نوم راغى چې د خپلې څېرې داسې عکسونه يې خپاره کړل چې د پلاستيکي جراحۍ په مرسته يې ډېره بدله کړې وه.
داسې ويل کېږي چې تبر ٥٠ وارې د خپلې څېرې پلاستيکي جراحي کړې ده.
د هغې اکثره عکسونه چې له خپلو ٢٦زره ٨٠٠ ملګرو يا فالوورانو سره يې شريک کړي، تر حد زيات اډېټ شوي دي.
انسټاګرام يوازنۍ لويه ټولنيزه شبکه ده چې په ايران کې يې خدمات د لاسرسي وړ دي، خو فېسبوک او ټوېټر بند کړاى شوي او خلک د ټلګرام د مسنجر له خدماتو ګټه نه شي اخيستلى.