په دوکۍ کې به هړتال او احتجاج روان وي: سیاسي ګوندونه

دوکۍ د لورلايي ډیویژن برخه ده

د بلوچستان په پښتون مېشته سیمه دوکۍ کې سیاسي ګوندونو او تجارانو نن هم د هړتال او احتجاج جاري ساتلو اعلان کړی دی.

دا پرېکړه د سېشنبې مازیګر په دوکۍ ښارګوټي کې د سیاسي ګوندونو او تاجرانو مشرتابه په شریکه غونډه کې وکړه.

په دې غونډه کې شریک د عوامي نشنل ګوند ضلعي مشر عزت خان ناصر مشال راډیو ته وویل چې هړتال او احتجاج به یې د غوښتنو تر منل کېدو روان وي.

دی زیاتوي چې احتجاج به یې تر هغو روان وي چې سرکاري چارواکیو د ترهګرۍ مقدمه نه وي درج شوې او اې سي او ډي سي بدل شوي نه وي.

د عزت خان ناصر په وینا، دوی د زمان روډ په مهم چوک کې د جوړېدونکي دېوال پرضد احتجاج کاوه چې مرستیال کمېشنر مهران بلوڅ هلته راغلی او د خلکو ترمخ یې ده ته لاس ورواچولی او بیا یې ډزې وکړې.

د نوموړي په خبره په ډزو کې د ده په ګډون څلور نور کسان ژوبل شوي دي.

د مریتسال کمېشنر مهران بلوڅ د ورتګ، پر مظاهره چیانو د تشدد او د هوايي ډزو ویډیو پر ټولنیزو رسنیو هم ډېره لېدل شوې ده.

د هغې پېښې په اړه مو له مرستیال کمشنر مهران بلوڅ او ضلعي کمشنر قربان علي مګسي سره پر ټلېفون او وټس اپ د خبرو هڅه وکړه خو هغوی ډډه کوله.

خو د بلوچستان حکومت ویاند لیاقت شهواڼي په دې اړه مشال راډیو ته وویل چې حکومت دې پېښې ته پام کړی دی.

د ده په وینا، نه یوازې پلټنې کوي بلکې له مظاهره چیانو سره به د دې لپاره مزاکرات هم کوي چې هړتال او احتجاج ختم کړي.

(چې کومې هوايي ډزې یې کړې دي هغه ته حکومت په بده سترګه ګوري، د کورنیو چارو وزیر ضیا لانګو د دې نوټس اخسستی دی او په دې اړه پلټنې روانې دي. حکومت به په خپله هم او د ځايي مشرانو له لارې هم له مظاهره چیانو سره بیا بیا مزاکرات کوي چې دا هړتال ختم کړي)

د دې پېښې خپرې شوې ویډیو په ټولنیزو رسنیو کې هم د خلکو غوسه راپارولې ده. زیاتره خلکو غوښتنه کړې چې حکومت دې تشدد کوونکو ته سزا ورکړي.