حکومت ولې د پارلېماني قوانینو پر ځای ارډېننسونه نافذوي؟

حکومت د پارلېمان پر ځای پر ارډېننسونو تکیه دی

پراګ - د پاکستان ولسمشر عارف علوي د اکتوبر پر اوومه د هېواد د مالیو په قوانینو کې د بدلون او د چین – پاکستان اقتصادي لار پروژو د څار او ژر عملي کولو لپاره د یوې ادارې جوړولو په موخه دوه لنډمهاله قوانین منظور کړل چې ورباندې اپوزیشن انتقاد کړی دی.

د پاکستان تحریک انصاف په مشرۍ حکومت د خپلې واکمنۍ په لومړي کال کې یو شمېر لنډمهالي قوانین یا ارډېننسونه نافذ کړي چې د شنونکو په وینا، د پارلېماني جمهوریت او د حکومت باور لپاره ښه معنا نه لري.

د پېښور پوهنتون د سیاسیاتو څانګې مشر ډاکتر عبدالروف د اکتوبر پر نهمه مشال راډیو ته وویل، له ایین سره سم، حکومت واک لري چې که د پارلېمان غونډه نشي وربللای نو لنډمهاله قوانین جوړ کړي.

خو دی وايي، د ارډېننسونو له لارې د اقداماتو یو لامل دا دی چې د تحریک انصاف په مشرۍ وفاقي حکومت له اپوزیشن سره ښه اړیکي نه لري.

د روف په خبره، د لنډمهاله قوانینو نافذولو "زیات نقصان حکومت ته وي ځکه چې په خلکو کې یې بیا هسې [اعتبار یا امېج] نه پاتې کېږي چې ګواکې حکومت اپوزیشن هم [له] ځانه سره [یوځای] بیول غواړي. که موږ وګورو چې تر دې مخکې چې بېلا بېل [ګوندونه] واکمن شوي، نو له اپوزیشن سره تعلقات له یوه خاص حده زیات نه خرابوي."

د پاکستان وزیراعظم عمران خان د ۲۰۱۸ز کال په ډېسېمبر کې ویلي ول چې په سېنېټ کې د اپوزیشن د نه همکارۍ له وجې اړ شوی چې د لنډمهاله قوانینو له لارې چارې پر مخ یوسي.

زموږ د دې حکومت تر اوسه پورې کارکردګي د ستاینې وړ نه ده.
پوهاند ډاکتر عبدالروف

د پاکستان قامي اسمبلۍ پر خپله ووبپاڼه د بېلا بېلو قانوني مسودو د منظورۍ معلومات ورکړي دي. له هغو معلوماتو سره سم، له ۲۰۰۸ز څخه تر ۲۰۱۳ پورې د پیپلز ګوند په حکومت کې هر کال اوسطاً ۲۱ مسودې منظورې شوې وې.

تر دې وروسته، د پاکستان مسلم لیګ (ن) په پېنځه کلنه واکمنۍ کې قامي اسمبلۍ ټول ۱۵۶ بلونه منظور کړل چې د کال په سر یې اوسط ۳۱ ته رسي، خو پاکستان تحریک انصاف په څه د پاسه یو کال کې یوازې اته قانوني مسودې منظورې کړې دي او زیاته تکیه یې پر لنډمهاله قوانینو وه.

پوهاند عبدالرووف وايي، په پارلېمان کې د اوسني حکومت کارکردګي ښه نه ده پاتې شوې:

"زموږ د دې حکومت تر اوسه پورې کارکردګي د ستاینې وړ نه ده. بلکې داسې هم شوي چې حکومت یو ارډېننس د صدر له خوا منظور کړی او څه موده وروسته یې بیرته [لغوه] کړی دی. نو دا هم د پارلېمان په ذریعه او په پارلېمان کې د حکومت کمزوري ښيي."

خو د بحري چارو وزیر علي حیدر زیدي وايي، حکومت ټول لنډمهالي قوانین پارلېمان ته د وړاندې کولو نیت لري: "کله چې د قامي اسمبلۍ غونډه نه وي نو چارې د ارډېننسونو په ذریعه پر مخ ځي. کله چې د قامي اسمبلۍ غونډه پیل شي نو بیا به مسودې وروړاندې کړو."

د پوهاند عبدالرووف په وینا، هر حکومت د مسودو منظورۍ لپاره اېتلافي او په تېره بیا اپوزیشن ته اړتیا لري نو ځکه له اپوزیشن سره په هر صورت کې رابطې او تعلقات ساتل اړین دي.