سپین، تور او خړ انټرنېټ: ایا شبکې کنټرولېدای شي؟

ځوانان پر انټرنېټ له سختدریځۍ او جنايتونو څنګه ژغورل کېدای شي؟ د ټولنیزو شبکو تنظیم څه ګټې یا تاوانونه لرلای شي؟ حکومتونه نوې ټولنیزې شبکې کنټرولولای شي او که څنګه؟ ایا دولتونو او امنیتي ادارو د ټولنیزو شبکو د تنظیمو په نوم مخالفان په نښه کړي؟ ایا د ټولنیزو شبکو کنټرول د بیان ازادۍ ته ګواښ پېښولای شي او که نه؟ دا او نورې پوښتنې نن په ټولنیزې شبکې او سختدریځي خپرونه کې درځوابوو.

په تېره خپرونه کې مو درته د خړ انټرنېټ په اړه لنډ معلومات درکړل. نن یې په اړه نور معلومات درکوو.

سپین، تور او خړ انټرنېټ

د انټرنېټي شبکو درې قسمونه دي. یو ته یې سپین، بل ته تور او بل یې خړ بلل کېږي.

سپینې شبکې هغه دي چې په ګرده نړۍ کې قانوني دي او په زیاتره هېوادونو کې کارېږي. له ګوګله واخله تر بېلا بېلو ووبپاڼو پورې زیاتره شبکې د سپین یعنې قانوني انټرنېټ برخه دي.

فېسبوک، ټوېټر، انسټاګرام، یوټیوب، ډېليموشن او داسې نور یې یو څو بېلګې دي.

وټس ایپ، وایبر، ټېلېګرام، سېګنل وغیره یې د موبایل ټېلېفون اپليکېشنونه دي چې قانوني دي او خلک یې د رابطو لپاره کاروي.

دا سمه ده چې په ځینو هېوادونو لکه چین او روسیې کې پر ځینو ټولنیزو شبکو محدودیتونه یا بشپړ بندیز دی، خو دا شبکې قانوني ځکه دي چې د نړیوالو انټرنېټي قوانینو پابندي کوي.

بشپړه غږیزه خپرونه دلته واورئ

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

ایا ټولنیزې شبکې کنټرولېدای شي؟

دویم ډول انټرنېټي شبکې د تور انټرنېټ برخه دي چې ناقانونه دي.

پر دې پاڼو خلک خپله پېژندګلوي نه ښيي او په بېنومه توګه یې کاروي. پر تور انټرنېټ زیاتره کاروبارونه ناقانونه وي.

د مثال په توګه ځېنې تورې انټرنېټي ووبپاڼې د نشه يي موادو د خرڅلاو کاروبار کوي او چلوونکي یې په بېلا بېلو هېوادونو کې اوسي او شبکې یې جوړې کړې دي.

تورې انټرنېټي شبکې پر ګوګل یا نورو ووبپاڼو نه موندل کېږي او هر کس ورته لاس رسی نشي لرلای.

نوې یعنې ټولنیزې رسنۍ نه یوازې د بدۍ یو ځواک دی بلکې خورا مهمې هم دي ځکه چې دا د معلوماتو د خپرولو او د خلکو د ازادۍ باوري کولو متبادله لار ده.
یوټه کلاوسن

درېیم ډول یې خړ انټرنېټ دی چې ضروري نه ده چې ناقانونه وي.

په تېره خپرونه کې راته د برینډایز پوهنتون څېړونکې او استادې یوټه کلاوسن ویلي ول چې پر خړ انټرنېټ هېڅ مواد نه زخیره کېږي، حکومتونه یې نشي څارلی یا تنظیمولی او کاروونکي ورباندې له ساعت تېرۍ واخله تر ناقانونه کاروبارونو پورې هر څه کولای شي.

دلته که موږ د ټېلېګرام مثال ورکړو نو مناسب دی.

ټېلېګرام د رابطو یو اپلیکېشن دی چې خلک یې موبایل ته ښکته کوي. دا یو قانوني اپليکېشن دی او هېوادونو ورباندې بندیز نه دی لګولی.

خو په ټېلېګرام کې بېلا بېل چینلونه دي چې ځېنې اشخاص یې کنټرولوي. دا داسې ده لکه د فېسبوک په پاڼو یا ګروپونو کې منتظمین چې هر څه کنټرولوي.

د خپرونې پخوانۍ برخې ولولئ او واورئ

شنونکي جېمز وېلن د ۲۰۱۸ز کال د اګست پر نهمه پر میډییم ووبپاڼه یوه لیکنه خپره کړې چې پکې راغلي چې د خړ انټرنېټي شبکو چلوونکي اصلاً د خلکو د افکارو بدلولو هڅې کوي.

د ده په خبره، په امریکا کې ځېنې سختدریځي ښي لاسي له دې شبکو ګټه اخلي، خپل نظر ورباندې خپروي او پوره هڅه کوي چې د پاڼې یا شبکې تعقیبوونکي تر خپل اغېز لاندې راولي.

د ټولنیزو رسنیو "ښه" او "بد" سره تړلي دي

د یوټه کلاوسن په خبره، همدا د ټېلېګرام بېلا بېل چینلونه ول چې د اسلامي دولت ډلې غړو کارول او خلک یې خپلو لیکو ته جذبول.

موږ لیدلي چې دولتونو، امنیتي ادارو او نورو چارواکو هم ټولنیزې شبکې د ناسمو معلوماتو خپراوي لپاره کارولې دي.
یوټه کلاوسن

د نوموړې په اند، ټولنیزې رسنۍ نه یوازې د خلکو ازادۍ، د بیان ازادۍ او معلوماتو ته د لاسرسي لپاره مهمې دي بلکې ورسره د بدۍ یوه قوت په توګه هم جوتې شوې دي:

"دا د خپګان خبره ده چې نوې یعنې ټولنیزې رسنۍ نه یوازې د بدۍ یو ځواک دی بلکې خورا مهمې هم دي ځکه چې دا د معلوماتو د خپرولو او د خلکو د ازادۍ باوري کولو متبادله لار ده. زما په فکر، موږ باید پر دې پوه شو چې دا دواړه یعنې ښه او بد له یو بل سره تړلي دي او موږ یې سره نشو بېلولای."

ټولنیزې شبکې نشي کنټرولېدای

نو ایا پر داسې شبکو بندیز لګېدلای شي چې ځوانان سختدریځي کوي یا یې جنايي کړیو ته وربولي؟

یوټه کلاوسن وايي، ریاست یوازې په بشپړه توګه پر انټرنېټ بندیز لګولای شي خو دا شبکې نشي تړلای: "نه، ریاست اصلاً د ټېلېګرام په څېر شبکې نشي تنظیمولای. داسې نورې شبکې هم شته چې د دولت وس ورباندې نه رسي. حکومتونه یې د تنظیمولو پوره وړتیا نه لري. خو حکومتونه دا کولای شي چې پر انټرنېټ بشپړ بندیز ولګوي، البته دا ناشونې یا ناممکنه ده."

د ماشومانو ژغورنه

نو په داسې حالت کې چې انټرنېټي شبکې نشي تنظیمېدای یا کنټرولېدای، کاروونکي او د ماشومانو او ځوانانو مور و پلار څه کولای شي.

په اسلام اباد کې د انټرنېټي ازادیو لپاره کارکوونکې ادارې "بولو بهي" یو مشر او د ټولنیزو رسنیو فعال اسامه خلجی وايي، لومړی خو پر انټرنېټ خپرېدونکي ټول معلومات د باور وړ نه دي.

ریاست اصلاً د ټېلېګرام په څېر شبکې نشي تنظیمولای.
یوټه کلاوسن

په لومړي قدم کې باید کاروونکي له جعلي او درواغو معلوماتو ځان وژغوري او پر ټولنیزو شبکو خپرېدونکي هر مطلب ته "لږ شان د شک په نظر کتل په کار وي. بل، که موږ ته داسې ښکاري" چې پر یوه ووبپاڼه خپور "خبر ریښتیا نه دی نو موږ ګوګل (Google) استعمالولای شو چې ایا بلې [ووبپاڼې] هم دا خبره کړې که نه یوازې له همغې پاڼې خپره شوې. له دې علاوه، د چا په باره کې یا تنظیم یا سیاسي پارټۍ په باره کې یوه خبره کېږي نو موږ د هغوی پاڼې هم [لیدلای] شو چې هغوی دا خبره کړې ده یا نه او موږ له هغوی تپوس هم کولای شو ځکه چې پر سوشل میډیا موږ دا اختیار لرو" چې له هغو کسانو یا سازمانونو سره "خبره وکړو یا صفايي (سپیناوی) ورڅخه" وغواړو.

دی وايي، خلک کولای شي چې خبري ووبپاڼو ته ورشي او هلته هم یو خبر وویني ځکه چې "هلته صحافیان ناست دي چې کار یې همدا دی چې د خبرونو تصدیق وکړي."

مور و پلار ته په کار ده چې هر وخت کمپیوټر ماشومانو ته نه پرېږدي.
اسامه خلجی

خلجی وايي، بله مهمه خبره دا ده چې کله هم یو کس پر ټولنیزو شبکو یو خبر یا لیکنه شریکه کړي نو "موږ ته په کار دي چې دا وګورو چې د هغې [لیکنې] تاریخ کوم دی؟ ځکه چې اکثر داسې وشي چې درې یا پېنځه کاله زوړ خبر یو کس [شریک] کړي" او خلک دا انګېري چې ګواکې هغه کار اوس شوی یا خبر تازه دی.

شنونکی او فعال اسامه خلجی ګڼي چې دا د میندو او پلرونو ذمه واري ده خپل ماشومان هر وخت وڅاري او د انټرنېټ یا موبایل کارولو لپاره ورته وخت وټاکي.

دی وايي، یوازې سختدریځي نه دي بلکې پر ټولنیزو شبکو ګڼ خلک ماشومان ځوروي او ورپورې خندي کوي، ملنډې وهي چې دا ماشومانو پر نفسیاتي یا رواني حالت ناسم اثر لري.

د ده په خبره، "په کور کې مور و پلار یا مشران او استادان" باید تر "۱۸ کلونو کم عمر لرونکي" وڅاري چې پر انټرنېټ څه ګوري او څنګه یې کاروي، ځکه چې "ماشومان پر انټرنېټ له مختلفو مسلو" سره مخامخېدای شي.

دی وايي، "مور و پلار ته په کار ده چې هر وخت کمپیوټر ماشومانو ته نه پرېږدي بلکې د ورځې یو یا دوه ګېنټې" اجازه ورکړي چې په هغه وخت کې به یې کارولای شي "هغه هم په داسې کمره (کوټه) کې چې مشران ورسره پکې ناست وي."

د ټولنیزو شبکو فعال اسامه خلجی زیاتوي چې یوازې ځوانان نه بلکې د هر عمر خلک باید دا پام وکړي چې یوازې لیکلي مطالب درواغ نشي کېدای بلکې، انځورونه او ویډیوګانې هم درواغ او جعلي کېدای شي: "موږ باید احتیاط وکړو او پر هرې خبرې یقین ونکړو،" ځکه چې اکثر خلک په ویډیوګانو کې هم جعلي او درواغ معلومات وراچوي.

د ده په خبره، خلک کولای شي چې "د ټېکنالوژۍ او کمپیوټر" له لارې د خلکو څهرې او "اواز بدل" کړي نو ځکه پر انټرنېټ د هر شي تر خپرېدو وروسته پر هغې له "یقین کولو مخکې لږ تفتیش" په کار دی.

ځینې حکومتونه خپل مخالفان په نښه کوي

د برینډایز پوهنتون استاده یوټه کلاوسن وايي، دا سمه ده چې ټولنیزې شبکې کنټرولېدای نشي، خو په کارونه کې یې احتیاط اړین دی. نوموړې له دې کبله هم نه غواړي چې حکومتونه ټولنیزې رسنۍ تنظیم کړي چې په وینا یې ځینې حکومتونه، د تنظیم او څار په نوم د بیان پر ازادۍ بندیزونه لګوي او خپل مخالفه فعالان په نښه کوي:

"موږ لیدلي چې دولتونو، امنیتي ادارو او نورو چارواکو هم ټولنیزې شبکې د ناسمو معلوماتو خپراوي لپاره کارولې دي. حکومتونو همداراز، له دې شبکو څخه د حکومت مخالفینو او فعالانو په اړه د معلوماتو غونډولو وسیلو په توګه هم کار اخیستی. ځینو حکومتونو د مخالفه فعالانو په اړه معلومات غونډ کړي او بیا یې د هغوی ضد اقدامات هم کړي او مقدمې یې ورباندې چلولې دي."

د بحث لنډیز

لوستونکو د ټولنیزې شبکې او سختدریځي په نننۍ خپرونه کې مو درته د سپین، تور او خړ انټرنېټ او شبکو په اړه معلومات درکړل او خبر شوئ چې ولې ریاستونه یا حکومتونه دا شبکې نشي تنظیمولای. تاسې د پوهانو له اندېښنو خبر شوئ هم واورېدې چې کله نا کله حکومتونه د تنظیم، څار یا کنټرول په پلمه خپل مخالفان په نښه کوي او د بیان ازادي ګواښي.

البته دوی ګڼي چې د انټرنېټي او ټولنیزو شبکو په کارولو کې احتیاط یوازینۍ لار ده چې خلک له سختدریځه او جنايي ډلو څخه ژغورلای شي.

دا وه نننۍ خپرونه، راتلونکې اوونۍ به بیا درسره یو، په مخه مو ښه.