د لاهور پولیسو د حافظ سعید څلور ملګري نیولي

سعید د ترهګرۍ تمویل په تور په حراست کې دی

لاهور - د اکتوبر پر ۱۰مه، په لاهور کې پولیسو د جماعت الدعوه ډلې د مشر حافظ سعید څلور ملګري نیولي دي.

رویټرز اژانس او پاکستان ټوډې ورځپاڼه وايي، نیولي کسان، ظفر اقبال، یحیا عزیز، محمد اشرف او عبدالسلام نومېږي.

د پولیسو د ترهګرۍ ضد څانګې چارواکو رویټرز اژانس ته ویلي، دا کسان یې د ترهګرۍ د تمویل په تور نیولي دي.

حافظ سعید هم پر همدې تور له جولای راهیسې په حراست کې او تر پلټنو لاندې دی.

امریکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ هغه مهال د نوموړي د ګرفتارۍ هرکلی کړی وو.

سعید د لشکر طیبه ډلې بنسټګر او د دې ډلې د سیاسي څانګې جماعت الدعوه مشر دی چې ورباندې په ۲۰۰۸ز کال کې په ممبۍ کې د برید تور دی، چې دی ورڅخه انکار کوي.

په هغه څلور ورځنۍ حمله کې تر ۱۶۰ زیات کسان وژل شوي ول.

پاکستانیو چارواکو د نوموړي ملګري پر داسې وخت نیولي چې ټاکل شوې، راتلونکې اوونۍ د ناقانونه پیسو د څار نړیواله اداره (فنانشل اېکشن ټاسک فورس) د ترهګرۍ تمویل او تورو پیسو سپینولو د مخنیوي په برخه کې د پاکستان د اقداماتو د جاج اخیستو په اړه غونډه وکړي.

دې ادارې د تېر کال په جون کې پاکستان د ترهګرۍ د تمویلوونکو هېوادونو د څار په خړ لېسټ کې اچولی وو.

حافظ سعید او لشکر طیبه د ملګرو ملتونو او امریکا د نړیوالو ترهګرو د بندیزونو په لېسټ کې شامل دي.

پاکستان چې وار له مخه له اقتصادي مشکلاتو سره مخامخ دی د فنانشنل اېکشن ټاسک فورس تر فشار لاندې دی چې د وسله والو د تمویل مخنیوي په لړ کې ګامونه واخلي.

د اګست پر ۲۳مه د پاکستان د مالي چارو وزارت په یوه بیان کې ویلي ول چې د ناقانونه پیسو مینځلو او د وسله والو د مالي سرچینو وچولو په موخه یې اقدامات کړي دي.

د سېپټېمبر پر ۱۹مه د خیبر پښتونخوا حکومت هم د وسله والو او ترهګرو د تمویل مخنیوي لپاره یوه ځانګړې څانګه جوړه کړه او هغه مهال د پولیسو د ترهګرۍ ضد څانګې یوه مشر مشال راډیو ته ویلي ول چې ترهګرو ته د پیسو برابرولو په تور یې لسګونه پرچې دایرې کړې دي او یو شمېر کسان یې نیولي چې قضیې یې په عدالتونو کې دي.