په خېبر پښتونخوا کې د ډینګي ناروغان ډېر شوي

د سوات په یوه روغتون کې د ډینګي ناروغان. ۲۰۱۳ز کال تصویر له ارشیفه

د خېبر پښتونخوا صحت محکمه وايي،‌ په صوبه کې د ډينګي ۵۵ نورې پېښې ثبت شوي دي.‌

د پاکستان سرکاري راډيو د اکتوبر د صحت محکمې په حواله خبر ورکړی چې له نویو پېښو سره په صوبه کې د ډينګي ناروغانو شمېر ۴۷۰۸ ته رسيدلی دی.‌

په پاکستان کې د ډينګي ناروغانو شمېر شلو زرو ته رسيدلی دی.‌