شهزاده ولیم او شهزادګۍ کېټ پاکستان ته په ۵ ورځني سفر ځي

د برتانیا شهزاده ولیم او شهزادګۍ کېټ له خپل زوی جورج سره

د برتانیا شهزاده ولیم او شهزادګۍ کېټ میډیلټن نن دوشنبه پاکستان ته رسېږي. دا خبره په پاکستان کې د برتانیا های کمېشنر تامس ډریو پر خپله ټویټر پاڼه لیکلې.

پاکستانۍ سرکاري راډيو هم د نوموړي له خولې کاږي چې شاهي جوړه به پاکستان ته د خپلې دورې پر مهال د دغه هېواد یوشمېر سیمو ته سفرونه وکړي.

نوموړي ویلي، ویلیم او کېټ به د خپل سفر پر مهال هڅه کوي چې له ډېرو کسانو سره وګوري، په ځانګړي توګه له ځوانانو سره چې د دغه هېواد راتلونکې جوړوي.

ډي پي اې اژانس لیکي، د شهزاده ویلیم او کېټ میډیلټن د امنیت لپاره سخت امنیت نیول شوی او پوځ به یې پخپله څارنه کوي.

دوی دواړه به د پاکستان له وزیراعظم عمران خان، ولسمشر عارف علوي او نورو لوړ پوړو چارواکو سره ملاقاتونه کوي.

شهزاده ویلیم او کیټ میډیلټن به لاهور ښار ته، د ملک شمالي برخواو د ملک لوېدیځ سرحد ته هم ځي او دا ټول سفر د زرو کیلومیټرو واټن جوړوي.

برتانوی شهزاده ویلیم او د هغه مېرمن شهزادۍ کیټ میډیلټن به په پاکستان کې پنځه ورځې تېروي.

دا له یوې لسیزې په زیاته موده کې لومړی ځل دی چې د برتانیا د شاهي کورنۍ غړي پاکستان ته سفر کوي.

تر دې وړاندې په ۲۰۰۶ کال کې د شهزاده ویلیم پلار شهزاده چارلس او د هغه مېرمنې پاکستان ته سفر کړی و.

تر هغې وړاندې په ۱۹۹۶ کال کې د شهزاده ویلیم مور شهزادګۍ ډیانا پاکستان ته سفر کړی و او د کینسر لپاره د جوړېدونکي روغتون د چندو ټولولو په مراسمو کې یې ګډون کړی و. هغه روغتون چې بنسټ یې پخواني کرکټر او اوسني سیاستوال او وزیراعظم عمران خان اېښودی و او شوکت خانم روغتون نومېږي.