پراګ ـ د پاکستان له بېلابېلو برخو څخه د حکومت خلاف د جمیعت علمای اسلام (ف) ګوند په مشرۍ کې مظاهرې پیل شوې دي.
دوی نن [داکتوبر ۲۷مه] د کشميريانو سره د همدردۍ ورځ لمانځي او د اکتوبر په ۳۱مه به په اسلام اباد کې غونډېږي.
د مولانا فضل الرحمن ګوند تور پورې کوي چې د عمران خان حکومت په درغليو اقتدار ته رسېدلی نو ځکه بايد ختم شي.
خو حکومت دا تور بې بنياده بولي. له بلوچستانه هم د دې ګوند غړي روان شوي خو وايي حکومت ورته ستونزې جوړوي.
بل پلو راپورونه وايي چې د پاکستان حکومت د اپوزېشن ګوندونو سره يو جوړجاړي ته رسيدلی چې له مخې به يې د جمعيت علمای اسلام د مشر مولانا فضل الرحمن په مشرۍ مظاهرې د اسلام اباد ريډ زون ته نه ننوځي.
په بدل کې به يې حکومت مظاهره چيان نه نيسي او مشکلات به ورته نه جوړوي. جمعيت علمای اسلام ګوند وايي د دې مطلب دا نه دی چې دوی له خپلې هغې غوښتنې چې وزيراعظم دې استعفا ورکړي، په شا شوي.
د اسلام اباد په ريډ زون کې د سفارتونو او حکومتي دفترونو ودانۍ دي.
په پاکستان کې د اپوزېشن نورو ګوندونو چې پکې عوامي نېشنل ګوند، پاکستان پیپلز پارټۍ او مسلم لیګ (ن) هم شامل دي، پرېکړه کړېده چې د حکومت ضد مظاهرو کې به د مولانا فضل رحمان ملاتړ کوي.
د اپوزیشن ګوندونه وايي، حکومت سره هله مذاکرات کوي چې اوسنی وزیراعظم عمران خان له خپلې دندې استعفا وکړي خو حکومت بیا وايي، دا کار ناشونی دی، خو د اپوزیشن په نورو غوښتنو خبرې کېدای شي.