عدالت د حافظ حمدالله شهریت ختمولو پرېکړه وځنډوله

د اسلام اباد های کورټ د پاکستان شناختي کارډ ادارې – نادرا – هغه پرېکړه ځنډولې ده چې د پخوانيسېڼېټر حافظ حمدالله شناختي کارډ یې بند کړی وو.

عدالت دا پرېکړه د اکتوبر پر ۲۹مه د حافظ حمدالله له خوا در ورکړل شوي درخواست په اورېدنه کې کړې ده.

های کورټ له نادرا څخه په دوو اونیو کې ځواب غوښتی دی او د کورنیو چارو وزارت ته یې امر کړی دی چې د حافظ حمدالله پرضد هېڅ ګام پورته نه کړي.

دا له هغه وروسته ده چې نادرا د اکتوبر پر ۲۷مه په یوه بیان کې د حافظ حمدالله پاکستانی شهریت ختم کړی وو.

حافظ حمدالله د بلوچستان د چمن ښارګوټي اوسېدونکی دی او د جمعیت علما اسلام ف ډلې پر ټکټ د بلوچستان اسمبلۍ غړی، صوبايي وزیر او سېنېټر پاته شوی دی.