"پاکستان: اورګاډي کې د اورلګېدو په پېښه کې ۷۳ کسان وژل شوي"

لور له کراچۍ څخه پنډۍ ته په روان تېز ګام اېکپريس کې لګېدلی.

د پاکستان رحيم يار خان ښار کې په اورګاډي کې د چاودنې او وروسته د اور لګېدو له کبله ۷۳ کسان وژل شوي دي.

د رحيم يار د پوليسو دفتر مشال راډیو ته وويل چې د اکتوبر پر ۳۱ مه نېټه سهار شپږ نيمې بجې تېزګام له کراچۍ څخه راولپنډۍ ته روان وو چې د پنجاب په رحيم يار خان کې يې په يوه ډبه کې ګيس سلنډر وچولی.

د پاکستان رېلوې وزير شيخ رشيد احمد جيو نيوز ټيليويژن ته ويلي چې دوه ګېس سلنډران هغه وخت و چاودېدل چې کله د اورګاډي مسافرانو ناشته پخوله.

نوموړي زياته کړه چې په پېښه کې ۷۳ کسان وژل شوي او ۴۰ زخميان دي.

خو د شيخ رشيد تر دې مرکې څه وخت وروسته د پاکستان سرکاري راډیو پر خپله ويبپاڼه ليکلي چې د وژل شويو شمېر ۷۰ ته رسېدلی دی.

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

پاکستان: اورګاډي کې اورلګېدو ۷۳ کسان وژلي

د رحيم يار خان پوليسو دفتر يو چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط مشال راډیو ته وويل چې په ډبه کې تبليغان ناست ول او هغو د ناشتې لپاره ګېس سلنډر بل کړ.

چارواکي وايي، زخميان روغتونونو ته رسول شوي دي.