مولانا فضل الرحمان: ریاستي ادارې دې بې طرفه و اوسي

مولانا فضل الرحمان

اسلام اباد - د جمعیت علما اسلام ف مشر مولانا فضل رحمان ویلي د عمران خان د حکومت مرسته کول به په نړۍ کې چیرې هم ونه ستایل شي.

مولانا فضل الرحمان وویل چې دوي د ناقانونه حکومت پرضد احتجاج ته راوتلي دي خو له هیڅ یوې ریاستي ادارې سره ټکر نه غواړي.

نوموړي دا څرګندونې د دويم نومبر په شپه په اسلام اباد کې د اپوزېشن تر غونډه وروسته خبریالانو ته وکړې.

مولانا فضل الرحمان دا خبري غونډه له هغه وروسته وکړه چې د پاکستاني پوځ د عامه اړیکو د څانګې مشر مېجر جنرل اصف غفور له اې ار واي ټلویژن سره په خبرو کې له مولانا فضل الرحمان څخه هم یو پوښتنه وکړه.

مېجر جنرل اصف غفور وویل ، “پوځ یو بې طرفه اداره ده او په آینن کې دننه پر جمهوري لار د راغلي حکومت مرسته کوي.”

نوموړي وویل چې مولانا فضل رحمان دې په ډاګه کړي چې دی د خپلو ویناوو پرمهال د ادارو په نوم اخستلو چاته اشاره کوي.

د نوموړي په وینا ، مولانا فضل الرحمان دې پر پوځ د تورونو پر ځای د خپلو شکایتونو لپاره له اړوند ادارې سره تماس ونیسي.

مېجر جنرل اصف غفور وویل چې پر سړکونو راوتل او تورونه لګول سمه خبره نه ده او دا ملک د نورو فسادونو یا انتشارونو توان نه لري.

مولانا فضل الرحمان په دې اړه په غبرګون کې وویل چې "دا دوی پخپله وویل چې د هغه په اند کومه اداره کېدای شي نو په دې طریقه دې دوی ځان په سیاست کې نه ورګډوي له سیاسته دې لرې پاتې شي او د عمران خان د حکومت مرسته کول به زما په خیال د جمهوریت په دنیا کې چیرې هم ونه ستایل شي."

اپوزیشن ګوندونه د جمعیت علما اسلام ف د مشر مولانا فضل الرحمان په مشرۍ دا وخت د حکومت پر ضد په اسلام آباد کې داسې احتجاج کوي چې لسګونه زره کسان پکې شامل دي.

دوي غوښتنه کوي چې وزیراعظم عمران خان دې استعفا ورکړي او د پوځ له مداخلته بغیر دې نوي انتخابات وشي.