د اپوزيشن لاريون: ننګونې او لاسته راوړنې؟

په اسلام اباد کې د مولانا فضل الرحمن ازادي مارچ

کله چې د اکتوبر پر ۳۱ مه نېټه د جميعت علما اسلام په مشرۍ له کراچۍ روان شوی د اپوزيشن ګوندونو لاريون اسلام اباد ته ورسېد نو مولانا فضل الرحمن په وينا کې د پاکستان وزيراعظم عمران خان ته په دوه ورځو کې د مستعفي کېدو مهلت ورکړ.

له دې سره په دې هېواد کې سياسي تناو او غيریقيني صورتحال زيات شو.

حکومت د احتجاجيانو ريډ زون ياني حساسه سيمې ته د ممکنه تګ د مخنيوي لپاره ټولې لارې وتړلې.

د مولانا په اړه دا تاثر دی چې د ادارو په اړه يې لهجه نرمه شوې ده خو ددې مانا دا نه ده چې هغه خپل سفر پای ته رسولی او کارکنان به يې احتجاج ختم کړي.
عمر مسعود

خو بيا دا مهلت ختم شو او مولانا فضل الرحمن له خوا په سمدستي توګه سخت اقدام ونشو بلکې برعکس يې له حکومت سره مذاکرت پیل کړل.

مولانا فضل الرحمن په خپله وينا کې د پوځ نوم اخیستو پرته پر ادارو ږغ وکړ چې غير جانبداره پاته شي چې د دې په ځواب کې د پوځ وياند جنرال اصف غفور وویل چې پوځ تل د منتخب حکومت سره درېدلی دی.

د سياسي چارو پوه او ليکوال عمر مسود وايي چې د لومړی ورځې په مقابله کې د پوځ په اړه د مولانا فضل الرحمن لهجه نرمه شوې ده.

''د مولانا په اړه دا تاثر دی چې د ادارو په اړه يې لهجه نرمه شوې ده. خو د دې مانا دا نه ده چې مولانا صيب خپل سفر پای ته رسولی او کارکنان به يې احتجاج ختم کړي. زما په فکر دوی به دومره ژر احتجاج ختم نکړي بلکې د کومو هدفونو لپاره چې راغلی دی په هغو کې د ځينو د ترلاسه کولو پس له احتجاجه پاڅي.))

مسلم ليګ نواز او پیپلز پارټۍ هم په لاريون کې د ګډون اعلان کړی وو خو کارکنانو يې په هغ شمېر کې ګډون ونکړ چې ورڅخه تمه کېدله.

بلاول بوټو زرداري او شهباز شريف هم احتجاجي ناستې ته وينا ګانې وکړې خو چې کله د مولانا فضل الرحمن عمران خان ته د استعفی دوه ورځني مهلت ختم شو نو د انتهايی اقدام په اړه دواړه ګوندونو په دريځ کې لږ څه بدلون راغلی.

مسلم ليګ (ن) وويل، که احتجاج د تشدد بڼه خپله کړه نو دوی به يې ملګرتيا ونکړي او پيپلز پارټی بيا وويل چې د مولانا صيب د غوښتنو ملاتړ کوي خو ريډ زون ته د تګ په اړه به يې مرکزي کمېټۍ فیصله کوي.

عمر مسعود وايي چې تر اوسه پورې مسلم ليګ نواز له احتجاجه ګټه اخېستې ده.

نوموړي زياتوي، شپږ مياشتې مخکې ورته مالومه وه چې مسلم ليګ نواز ، اې اين پي او مولانا فضل الرحمن به په دې احتجاج کې برخه واخلي او پيپلز پارټۍ به په خاص موقع پر شا شي.

مولانا فضل الرحمن له اسټېبلشمنټ سره له سره تعلقات جوړول او ورسره د عمران خان او اسټېبلشمنټ ترمنځ په تعلقاتو کې درز پېدا کول غواړي.
اوېس توحيد

د ده په وينا، د پيپلز پارټۍ په سياسي توګه د ځان ژوندي ساتلو لپاره بيانونه ورکوي.

د عمر مسعود په خبره، مسلم ليګ نواز هم په مارچ کې هغسې ګډون ونکړ لکه چې ورڅخه تمه کېدله خو د دې مانا دا نه ده چې د دواړو ګوندونو ترمنځ اختلافات دي بلکې دوی د مصلحت ښکار دي. عمر مسعود زياتوي، عجیبه اتفاق دا دی چې دا تګلاره تر درنې هم پراخه ښکاري او د مولانا فضل الرحمن د احتجاج په نتيجه کې مسلم ليګ ن ته اسانتياوې پېدا شوې دي.

له اسانتياوو څخه د نوموړي مقصد د مسلم ليګ نواز مرستيالې مشرې مريم نواز ته په بشري اساس ضمانت ترلاسه کېدل او د علاج لپاره د نواز شريف سزا تر دوه مياشتو پورې ځنډول دي.

خبريال او څېړونکی اوېس توحيد وايي چې د مولانا فضل الرحمن غوښتنې که و نه هم منل شي بيا هم هغه په سياسي توګه ډېر څه ترلاسه کړي دي.

د ده په خبره د مولانا فضل الرحمن غوښتنې دومره لويې دي لکه چې د هماليه يا ننګا پربت سر ته ختل.

د ازادۍ په نوم مارچ د اکتوبر پر ۲۷مه نېټه له کراچۍ روان شوی او د اکتوبر پر ۳۱ مه اسلام اباد ته ورسېد.

د نوموړي په وينا، ظاهره ده دا غوښتنې پوره کېدل ممکنه نه دي او نه هم د مولانا صېب په ذهن کې دا هدف وو بلکې د ده هدف دا وو چې نه يوازې خپل سياست راژوندی کړي بلکې ادارو ته ووايي چې نن سبا تاسو په سياست کې ډېرې ګوتې وهی.

د اوېس توحيد په وينا، مولانا فضل الرحمن له اسټېبلشمنټ سره له سره تعلقات جوړول او ورسره د عمران خان او اسټېبلشمنټ ترمنځ په تعلقاتو کې درز پېدا کول غواړي.