د ترهګرۍ په نوم ولې خلک ورکېږي: مولانا فضل الرحمن

مولانا فضل الرحمن په اسلام اباد کې 'ازادي مارچ' ته د وینا پرمهال

د جميعت علمای اسلام ف ګوند مشر مولانا فضل الرحمن ويلي دي د ترهګرۍ په نوم یوشمېر خلک اوچت کړل شوي دي او لاهم لادرکه دي، کومه اداره دا حق لري؟ چې يو پاکستانی وګړی د شک پر بنياد يا د خپل خفيه راپور په وجه اوچت کړي او دولس ۱۲ پنځلس ۱۵ کلونو پورې ورسره وي. که واقعي هغوی مجرمان دي نو عدالتونو ته يې ولې نه وړاندې کوي؟

د نهې په ماسخوتن په اسلام اباد کې د ازادۍ مارچ ګډونوالو ته په خپله وينا کې مولانا فضل الرحمن وويل دې تری تم کړل شوي کسان داحق نه لري چې له قانون سره سم پرې په عدالتونو کې مقدمې وچلول شي او ټول خلک يې وویني چې په ریښتیا هغوی ترهګر دي او که نه؟

د نوموړي وينا وه دوی به ویل چې په انتخاباتو کې د ترسره شوې درغلۍ پلټلو لپاره دې يوه پارليماني کمېټۍ جوړه کړل شي، نو يو کال وړاندې حکومت د پروېز خټک په مشرۍ پارليماني کمېټۍ جوړه کړي ده خو تر اوسه يې يوه غونډه هم ونشوه. د الېکشن کميشن د راپور ترمخه پر۹۵ فيصده پولنګ سټېشنونو زموږ پولنګ ايجنټانو ته په فارم ۴۵ د دستخط وروسته نتيجه ورنکړل شوه. کميشن په خپل راپور کې ليکلي چې له پولنګ سټېشنونو په زوره پولينګ ايجنټان اېستل شوي دي. الېکشن کميشن وايي چې ۹۵ فيصده ايجنټانو ته نتيجه په قانوني فارم نه ده سپارل شوې نو بيا څنګه تاسو په زوره دغه تېر انتخابات په موږ منل غواړئ، د الېکشن کميشن د راپور وروسته هم د هېڅ یوې کمېټۍ ضرورت شته چې پلټنې يې وکړي.

د پاکستان ټاکنو کمېشن، واکمن تحریک انصاف او د پاکستان پوځ په تېرو وختونو کې په وار وار ويلي ول چې د ۲۰۱۸ ز کال انتخابات پاک او شفاف وو. د دې ترڅنګ پاکستانۍ رسنۍ وايي، په سېشنبه له حکومتي مذاکراتي کمېټۍ سره د لیدو پرمهال وزيراعظم عمران خان واضحه کړه چې د ازادي مارچ ګډونوالو يوه هم غیر قانوني او غیر اييني غوښتنه به و نه منل شي.

بلخوا د اپوزيشن ګوندونو ازادي مارچ او دهرنې په هکله دحکومتي مذاکراتي کمېتۍ او د اپوزيشن رهبر کمېټۍ غونډه په سېشنبه په دويمه ورځ هم بې له نتيجې پای ته ورسيده.

د دواړو کمېټيو ترمېنځه د خبرو اترو وروسته د حکومتي کمېټۍ مشر پرويز خټک په اسلام اباد کې رسنيو ته وويل زموږ خبرې روانې دي، رهبر کمېټۍ خپل دريځ لري او موږ خپل. دواړه د مینځنۍ لاره راويستو کوښښ کوي په ځينو معاملاتو اتفاق شوی دی او په ځينو اوس هم خنډ شته دی خو د مذاکراتو دا لړۍ به تر هغه وخته جاري ساتو چې څه نتيجې ته ونه رسو زموږ کوښښ دې چې يو داسې حل راوباسو چې اپوزيشن عزت هم پرځايې پاتې شي اوحکومت هم متاثره نشي.

د ذکر ده چې د اپوزيشن رهبرکمېټي د نورو غوښتنو سره سره د وزيراعظم عمران خان د استعفې غوښتنه هم کوي. خو حکومتي کمېټي وايي د اپوزيشن دا غوښتنه د منلو وړ نه ده.

رسنيو ته اکرم خان دراني وويل په خپل دريځ کلک ولاړ دی او له اولې ورځې راهيسې چې کومې غوښتنې وې نو هغه يې يو وارې بيا د حکومتي کمېټۍ پروړاندې کېښودې او حکومت کوښښ کوي چې یو مینځنۍ لار راوباسي.

حکومتي مذاکراتي کمېټي د دفاع وزير پروېز خټک علاوه د قامي اسمبلۍ سپيکر اسد قېصر، د سېنېټ چیېرمېن صادق سنجراني، د مذهبي چارو وفاقي وزير نورالحق قادري، د تعليم وفاقي وزير شفقت محمود، پارلېماني استازی اسد عمر او پنجاب اسمبلۍ سپيکر چودري پروېز الهي مشتمله ده.

د اپوزيشن په رهبر کمېټي د اکرم خان دراني علاوه د مسلم ليګ ن احسن اقبال او امير مقام، د پيپلز ګوند نیر بخاري او فرحت الله بابر، د عوامي نېشنل ګوند ميا افتخارحسین او د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ سېنېټر عثمان کاکړ نه علاوه د اپوزيشن ګوندونو يوشمير نور غړي شامل دي.

د ذکر ده چې نومبر په څلورمه هم حکومتي مذاکراتي کمېټۍ او د اپوزيشن ګوندونو رهبر کمېټۍ په اسلام اباد کې ملاقات کړی وو.

د حکومتي کمېټۍ مشر پرويز خټک د ملاقات وروسته رسنيو ته وويل، دوی د اپوزيشن غوښتنو ځان خبر کړ او هغوی زموږ خبرې واورېدې. دواړه ډلې به له خپلو مشرانو سره کښېنو او د دې غوښتنو په هکله به ورسره خبرې کوو او هيله لرو چې نن زموږ کومه بله ناسته به کېږي نو ښه پرمختګ به پکې وشي.

د مولانا فضل الرحمن په مشرۍ ازادي مارچ چې ورته د نهه مخالفه ګوندونو ملاتړ ترلاسه دې وينا يې ده چې د عمران خان په مشرۍ حکومت دې استعفې ورکړي خو د حکمران ګوند غړي بيا وايي وزير اعظم به يې په غوښتنه کله هم استعفې ورنکړي.