'ازادۍ مارچ' کې د پښتنو دودیزې لوبې

دغه احتجاجي په دې خولۍ کې اوبه نه څکي بلکې د پښتنو دوديزه لوبه کوي. دی د ګوتو په سرونو ولاړ او په خوله کې خولۍ په داسې انداز پورته کوي چې ورسره د خپلځان توازن هم پرځای وساتي.

دا احتجاجي د چا په وهلو پسې سوباړی نه دی اخېستی بلکې بال يې وهلی دی او اوس له رنز-اوټه ځان ژغوري.

احتجاجيان په خوله شعارونه ورکوي او په لاسونو واليبال کوي.

د احتجايانو سياسي سترګي پرانیستې خو د ساعتېرې لپاره يې تړلې دي. دوی د " ړوند چرګ" لوبه کوي خو وخت به وښيې چې دوی له عمران خانه استعفی اخلي او که نه د ړانده چرګ دغه لوبه لاپسې اوږدېږي.

د مارچ يو ګډونوال په بیاتي/غچۍ برېتونه سموي او بل په ورزش د وجود دردونه ټکوروي.

شعارونو، ويناګانو، شور او مجلسونو د دې کس ماغزه ناارامه کړي او اوس په چاپي د سر رګونه خلاصوي.

د مارچ دغه ګډونوال چې کله بره اسمان ته وکتل نو هيليکوبټر يې وليد او له ګوتو يې ورته د ټوپک شپېلۍ جوړې کړې.

ډېری احتجاجيانو له ځان سره د خوړو شيان وړي او اخلی پخلی کوي.