پراګ ـ پښتانه سیاستوال او کاروباریان وايي، د پاکستان حکومت دې د کرتارپور لارې په شان د افغانستان سره هم لارې پرانېزي او خلکو ته دې د تګ راتګ اسانتیاوې ورکړي.
وزیراعظم عمران خان د نومبر پر نهمه د کرتارپور راهدارۍ پرانسته وکړه. له دې لارې اوس سکهان په اسانتیا د هند او پاکستان تر مینځ تګ راتګ کولې شي.
وزیراعظم عمران خان پر دغه مهال راجوړې شوې غونډی ته په وینا کې زیاته کړه:
"زه چې څنګه وزیراعظم جوړ شوم نو نریندرا مودي ته مې وویل چې په برصغیر کې تر ټولو لویه ستونزه غریبي ده او دا هله ختمېدای شي، چې زمونږ حالت ښه شي، سوداګري شروع شي او پولې خلاصې شي . له دې سره به موږ ته هم ګټه وي او تاسو ته هم خوشالي راتلی شي. زمونږ تر مینځ یوازې د کشمیر ستونزه وه او هغه مونږ د ګاونډیانو په شان په خبرو اترو هوارولی شو."
خو بل خوا پښتانه سیاستوال او کاروباریان وايي چې د افغانستان او پاکستان تر مینځ د لارو تړل کیدو له کبله کاروبارونه او د دواړو خواو د خلکو تګ راتګ اغېزمن شوی دی، نو باید دا لارې هم پرانېستل شي.
پخواني سېنېټر او د سیاسي او سیمه ییزو چارو پوهـ افراسیاب خټک د نومبر پر نهمه مشال راډیو ته وویل،د هندي پنجاب او پاکستاني پنجاب یوازې ژبه شریکه ده خو د ډیورنډ دواړو خواو ته ولسونه، شریکه ژبه، کلتور، تاریخ او مذهبي عقیده لري او بیا هم د یو بل سره په تګ راتګ کې د ستونزو سره مخ کیږي.
کاروباریان وايي چې د پاکستان او افغانستان تر مینځ د ترینګلو اړیکو او لارو تړل کیدو له وجې د هغوی کاروبار اغېزمن شوی دی او اقتصادي پرمختګ نه کیږي.
په دغه اړه د پاکستان د کاروبار او صنعت د فیډریشن مشر ایجنیز دارو خان اڅکزی وايي، د کرتارپور راهدارۍ جوړول یو ښه ګام دی خو باید د افغانستان په ګډون د نورو ګاونډي هیوادونو لپاره هم دغه پالیسي خپله کړل شي.
د یادونې وړ ده چې د افغانستان او پاکستان تر مینځ د ازغن تار غځولو او پر پولې د سختو شرطونو له کبله که یو خوا کاروبارونه د تاوانونو سره مخ دي نو بل خوا د دواړو غاړو ولسونه د تیر په شان د یو بل سره په غم ښادۍ کې هم نه شي شریکیدی.